Mout Ka Zaeqa

Book Name:Mout Ka Zaeqa

يوه حِصَّه كښې هُم د مدد غوښتلو طاقت نه وي پاتې، د مرګ تكليف د سوچ او فِكر په صلاحيت باندې غالب شي او هغه حيران او پريشان كړي، د مرګ د تكليف په وجه ژبه چاړئ شي او نور بدن بے دمه شي، هُم دا وجه ده چه كه څوك د مرګ په وخت كښې ژړيدل غواړي، چغے وهل غواړي يا مدد غوښتل غواړي نو بيا هُم داسې نه شي كولے او كه څه طاقت پاتې هُم وي نو هغه وخت كښې د حَلق او سينے نه د خريدو او د غوئ د ډرقيدو په شان آوازونه را اُوځي، د بدن رنګ د خاورې په شان خړ شي يعني لكه د خاورو نه جوړ شوے وو نو د مرګ په وخت كښې هُم خاوره ظاهره شي، د هر رګ نه رُوح ويستلے كيږي ځكه  تكليف دننه او بهر ټول بدن كښې خور شي، د سترګو تور په پورته لاړ شي، شونډې ئې اوچې شي، ژبه ئې اوچه شي او ګوتې ئې شنے شي، د كوم بدن د يو يو رګ نه چه رُوح ويستلے شوے وي د هغے د حالت تپوس مه كوه ځكه چه كه د بدن يو رګ هُم راښكلے شي نو ډير زيات تكليف محسوسيږي. لږ غور خو اوكړئ چه پوره رُوح د يو رګ نه نه بلكه هر هر رګ نه ويستلے كيږي نو څومره تكليف به كيږي؟ او بله دا چه په قلاره قلاره د بدن په يوه يوه حِصَّه مرګ راځي، اول ښپے يخې شي، بيا پنډئ او بيا ورنونه يخ شي او دغسې د بدن يوه يوه حِصَّه د سختئ نه پس بيا سختئ او تكليف نه پس بيا تكليف سره مخامخ كيږي، تر دې چه رُوح د حَلق نه راښكلے شي، هُم دا هغه وخت وي چه د مړ كيدونكي اُميدونه د  دُنيا او دُنيا والؤ نه ختم شي او بيا حسرت او پښيماني هغه د څلورو واړو طرفو نه ګير كړي. (اِحْيَاءُ الْعُلُوم ج٥ ص٢٠٨ مُلتقظاً)

نزع میں رَبِّ غَفّار تجھ سے                                           موت سے قبل بیمار تجھ سے

طالبِ جلوۂ مُصْطفٰے ہے                                                 یا خُدا تجھ سے میری دُعا ہے

وِردِ لب کلمہ طَیِّبَہ ہو                                                    اور ایمان پر خاتمہ ہو

آ گیا ہائے وقتِ قضا ہے                                               یا خدا تجھ سے میری دُعا ہے