Mout Ka Zaeqa

Book Name:Mout Ka Zaeqa

اسلامي مَدَني ماحول بيا بيا د توبه كولو او په هغے باندې د ثابِت قدم اوسيدو ذِهن وركوي، تاسو هُم د توبه كولو ذِهن جوړولو او خپله توبه باندې ثابِت قدم اوسيدلو د پاره د دعوتِ اسلامي مَدَني ماحول  سره تړون اوكړئ. دې سره سره د ذيلي حلقے دولَس مَدَني كارونو كښې ډيره ډيره حِصَّه اخلئ. د ذيلي حلقے دولس مَدَني كارونو كښې يو مَدَني كار د ”مَدَني انعاماتو“ مطابق هره ورځ فِكرِ مدينه كول او د هرې مَدَني مياشتې يكم تاريخ باندې د خپل ځائے ذِمَّه دار ته د مَدَني انعاماتو رِساله جمع كول هُم دي.

     ياد ساتئ! مَدَني انعاماتو باندې پخپله عمل كولو سره سره نورو عاشقانِ رَسُول ته د مَدَني انعاماتو رِسالے تقسيمول او بيا د مياشتې ختميدو باندې هغوئي نه وَصولول هُم زمونږه ذِمَّه واري ده. دولَس مَدَني كارونو كښې د دې مَدَني كار ”مَدَني انعامات“ تفصيلي معلومات حاصلولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه رِساله ”مَدَني انعامات“ اولولئ، ټول اِسلامي ورونړه او بِالخصُوص ذِمَّه داران د دې رِسالے ضرور مطالَعه اوكړئ، دا رِساله د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه نه طلب كولو سره سره د دعوتِ اسلامي ويب سائټ باندې هُم لوستلے شئ. د دې رِسالے د مطالَعے په بَرَكت به تاسو ته دا معلومات حاصل شي ٭ مَدَني انعامات څه ته وائي؟ ٭ فِكرِ مدينه څنګه كول پكار دي؟ ٭ د مَدَني انعاماتو مَقاصِد ٭ د مَدَني انعاماتو درجه بندي ٭ د يو څو مَدَني انعاماتو طِبِّي او سائنسي فائدے ٭ د اِجتِماعي فِكرِ مدينه طريقه ٭ د مَدَني انعاماتو بَرَكتونه ٭ د مَدَني انعاماتو مُتَعَلِّق فَـرامِينِ اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ٭ د مَـدَني انعاماتو مُتَعَلِّق د مركزي مجلِس شورىٰ د مَدَني مشورے مَدَنـي ګُلونه ٭ د مَدَني انعاماتو مُتَعَلِّق شرعي او تنظيمي احتياطونو باندې مُشتمِل سوالات جوابات وغيره.

     ٭ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ عَزَّوَجَلَّ مَدَني انعامات د عمل جذبه زياتولو او ګناهونو نه د ځان خلاصولو بهترينه نُسخه ده ٭ مَدَني انعاماتو باندې عمل كوونكو نه اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ډير خوشحاليږي او هغوئي ته دُعاګانې كوي ٭  مَدَني انعاماتو باندې د عمل كولو په بَرَكت