Book Name:Mout Ka Zaeqa
د خَوفِ خُدا او عِشقِ مُصطَفىٰ لازوال دولت په لاس راځي ٭ د مَدَني انعاماتو دا عظيمه تُحفه د بُزُرګانِ دِين ياد تازه كوي ٭ مَدَني انعامات د بُزُرګانِ دِين په نقشِ قدم باندې د چليدو مطابق د فِكرِ مدينه يعني د خپلې مُحاسَبے كولو بهترينه ذريعه ده.
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د مَدَني انعاماتو په بَرَكت ډيرو اِسلامي ورونړو ته بَرَكتونه حاصل شوي دي او حاصليږي. چنانچه
د صوبه پنجاب ښار فيصل آباد په خوا و شا كښې اوسيدونكي د يو اسلامي ورور په يو نيم كال كښې يوه ورځ هُم داسې نه ده تيره شوي چه هغه پكښې فِكرِ مدينه نه وي كړي (د خپلو اعمالو مُحاسَبه كولو ته د دعوتِ اسلامي په اِصطِلاح كښې فِكرِ مدينه وائي) اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ عَزَّوَجَلَّ مدنی انعاماتو باندې د عمل كولو په برکت هغه ته سورۂ مُلك حِفظ شوے دے، هُم دغسې د حیدرآباد باب الاسلام سندھ يو اسلامی ورور ته د رَجَبُ الْمُرَجَّب 1426ھ په يوه شپه خوب كښې د مصطفٰے جانِ رحمت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دِيدار كولو عظیم سعادت نصيب شو. د خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شونډو مُباركو حركت اوكړو او د رحمت ګُلونه ترينه رژيدل شروع شو، الفاظ څه داسې وو: څوك چه دې مياشت كښې پابندئ سره د مدنی انعاماتو مُتَعَلِّق فکرِ مدینه اوكړي، الله پاك به هغه اوبخښي.
مِرے تم خَواب میں آؤ،مِرے گھر روشنی ہوگی |
| مِری قسمت جگا جاؤ،عِنایت یہ بڑی ہوگی |
مجھے گَر دِید ہوجائے،تو میری عِیْد ہوجائے |
| تِرا دِیدار جب ہوگا، مجھے حاصِل خوشی ہوگی |
میں بَن جاؤں سَراپا ”مَدَنی اِنْعَامات“ کی تَصویر |
| بَنُوں گا نیک یااللہ اگر رَحمت تِری ہوگی |
(وسائل بخشش مُرَمَّمْ،ص۳۹۱-۳۹۳)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد