Mout Ka Zaeqa

Book Name:Mout Ka Zaeqa

پاکیزہ خلقو به مرګ کثرت سره يادولو، مونږ ته د مرګ يادولو عادت جوړول پكار دي. د بعضو بزرګانو په باره كښې منقول دي چه كله به د هغوئي په مخكښې د مرګ او قبر و آخرت خبره كيدله نو د هغوئي حالت به بدل شو، د چا به بدن اُوده شو نو د چا به اوښكې بهيدلې، څوك به ژړا فرياد كښې مصروف شو نو څوك به د يَرې نه بيقراره شو.

اے عاشقانِ رسول! غور اوكړئ! د كومو بزرګانِ دِین رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ  تَعَالٰی عَلَیْہِمْ اَجْمَعِیْن واقعات چه مونږه واوريدل دا هٰغه عظیمې هستیانې دي چه د هغوئي شپے او ورځې به د ګناهونو نه بچ كيدو سره د الله پاك په عبادت كښې تيريدلې، دا هٰغه عظیمې هستیانې دي چه هغوئي به ځان د فُضُولو خبرو نه بچ ساتلو  او د اللہ پاك په ذِکر كښې به مشغول اوسيدل، دا هٰغه عظیمې هستیانې دي چه هغوئي به خپلې سترګې د الله تعالٰى د ويرې نه ښكته ساتلې، او زمونږه حال بالكل اُلټه دے، مونږه خو په خندا خندا ګناهونه كوو او په هغے څه پښيماني او شرمِندګي هُم نه محسوسوو. زمونږ سره به څه كيږي؟ زمونږه د زړونو سختي دومره زياته شوي ده چه د مرګ تذكِره هُم راباندې ښه نه لګي، كه څوك را ته د مرګ او آخرت د تيارئ خبره اوكړي نو زړه مو تنګ شي، ذِهن مو د نصيحت خبرې قبلولو ته هډو تياريږي نه. اے کاش! چه مونږه هُم د خپلو بُزرګانو په شان د مرګ او قَبْر د يَرې نه بيقراره اوسيدونكي جوړ شو. دې كښې شك نشته چه د مرګ سختې بے پناہ زياتې دي، خو كه هغه وخت كَرَم اوشي د خوږ  آقا، حبیبِ کبریا، خوږ خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شي نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى د مرګ ټولې سختے به آسانے شي، حضرت علامه مُفتی اَحمد یار خان نعیمی رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه مِرآۃُ الْمناجیح كښې ليكي: ”عُلَماء فرمائي چه اوس هُم حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپلو خاصو خُدَّامو [يعني خادِمانو] ته د مرګ په وخت کَلِمه وئيلو د پاره تَشرِیف راوړي، داسے خلق (هُم) ليدلي شوي دي چه هغوئي د مرګ په وخت كښې د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تَشرِیف  راوړلو