Book Name:Mout Ka Zaeqa
وركړے شوي طریقه کار مطابق مسلمانانو مړو ته غسل و کفن او د لواحقینو [يعني د مړي د كورنئ د كسانو] د غمرازئ ټول معاملات سر ته رَسَوَل او ثواب ګټل دي. اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ عَزَّوَجَلَّ د مجلس تجهیز و تکفین تحت وقتاً فوقتاً، مُلک او بیرونِ ملک كښې د ذِمَّه دارانو او عاشِقانِ رَسُول د سُنَّتو ډكو اجتماعاتو انعقاد هُم كيږي. د مجلس تجهیز و تکفین تحت د دريمے، څلويښتمے او كليزې په موقع د ایصالِ ثواب د اجتماع ترکیب هُم كيږي او هغے كښې د تقسیمِ رسائل ترکیب هُم كيږي.
اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ د مجلسِ تجہیز و تکفین او د مجلسِ آئی ټي په مشترکه كوششونو د عاشقانِ رسول د آسانئ د پاره د ”Muslim's Funeral“ (تجہیز وتکفین) په نوم موبائل ایپلي کیشن هُم جوړ كړے شوے دے چه په هغے كښې د ځنكدن د وخت اهم اُمور، د مړي د غُسلِ مکمله طریقه، د کفن تیارولو طریقه، د جنازے د لـمانځه طریقه، د قَبْر جوړلو او د خخولو ټول معاملات د D3 Video په ذريعه ښودلے شوي دي. د علمِ دین زده كولو جذبه لرونكي اسلامي ورونړه دا ایپلی کیشن د پلے اسٹور (Play Store) نه د ”Muslim's Funeral“ په نوم سرچ كولے او انسټال كولے شي. [اَلْحَمْدُ لِلّٰه پښتو ژبه كښې هُم موجود دے]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او د قَبْر و دفن يو څو مدنی ګلونه د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘.[1]
د قَبْر و دفن مَدَنی ګلونه