Mout Ka Zaeqa

Book Name:Mout Ka Zaeqa

          خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د قَبْر او دفن [يعني د مړي خخولو] باره كښې يو څو مَدَنـي ګُلونه د اوريدو سعادت حاصل كړو ٭ يو قَبْر كښې يو نه زيات مړي بے ضرورته خخول جائز نه دي او كه ضرورت وي نو بيا داسې كولے شئ. (بهارشريعت ١/٨٤٦، عالمګيرى ١/١٦٦) ٭ جنازه د قَبْر نه قبلے طرف ته ايښودل مُسْتَحَب دي چه مړے د قبلے طرف نه قَبْر ته كوز كړے شي. د قَبْر كُوز طرف [يعني ښپو طرف] ته ئې مه ګږدئ او د سر طرف ئې [خخولو وخت كښې] مه مخكښې كوئ. (  بہارِ شریعت  ،١/ ٨٤٤)   ٭  د ضرورت مطابق دِ دوه يا درې او بهتره دا ده چه قوي او نيك سړي قَبْر ته كوز شي. زنانه مړے دِ د هغے محارِم كوزوي يعني هغوئي د چا سره ئې چه نكاح د هميشه د پاره حرامه وه لكه ورور، ځوئ، پلار وغيره، كه دا نه وي نو نور خپلوان، كه دا هُم نه وي نو پرهيزګارو باندې ئې كُوزه كړئ. (عالمگیری، ١/١٦٦) ٭  زنانه مړے د كوزولو نه واخله تختے لګولو پورې په څه ټُوكي [يعني كپړه، څادر] پټ ساتئ. ٭ مړے چه قَبْر ته كوزوئ نو هغه وخت دا دُعا اُووائې: بِسۡمِ اللّٰھِ وَبِاللّٰھِ وَعَلٰی مِلَّۃِ رَسُوۡلِ اللّٰھ  (تنوير الابصار ، ٣/١٦٦)  ٭ قَبْر په كچه خښتو بند كړئ، كه زمكه نرمه وي نو (د لرګي) تختے لګول هُم جائز دي. (بہارِشریعت، ١/٨٤٤) ٭ بيا پرې خاوره واچوئ، مُسْتَحَب دي چه د سر طرف نه پرې په دواړو لاسو درې ځله خاوره واچوي (جوہرہ ،ص١٤١ )، ٭ څومره خاوره چه د قَبْر نه راوتي ده د هغے نه زياته اچول مكروه دي. (فتاویٰ ہندیۃ، ۱/۱۶۶ ) ٭ قَبْر څلور ګوټے مه جوړوئ بلكه بره وتلے جوړ كړئ لكه د اوښ كوپان، (خخولو نه پس) قَبْر باندې اوبه شيندل بهتر دي. قَبْر چه يو لويشت اوچت وي يا معمولي شان زيات. (بہارشریعت،۱/٨٤٦ مُلَخَّصاً) ٭ د قَبْر خوا ته اذان كول د ثواب كار دے او د مړي د پاره ډير زيات فائده مند دے. (فَتَاوىٰ رَضَوِيَّه ٥/٣٧٠ ماخوذاً)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد