Mout Ka Zaeqa

Book Name:Mout Ka Zaeqa

زړونو كښې د قيامت يَره وے نو آيا زمونږه غوږونه به حرامو اوريدلو كښې مشغول شوي وے؟ ٭ كه زمونږه زړونو كښې د قيامت يَره وے نو آيا زمونږ ژبه به په حرامو خبرو ككړه شوي وے؟ ٭ كه زمونږه زړونو كښې د قيامت يَره وے نو آيا زمونږ كور ته به د حرامو ګټه راداخله شوي وے؟ ٭ كه زمونږه زړونو كښې د قيامت يَره وے نو آيا مونږ به د خلقو حقونه ضائع كولے؟ غرض دا چه! ٭ كه زمونږه زړونو كښې د قيامت يَره وے نو آيا ګناهونو طرف ته به زمونږ زړه مائل شوے وے؟ آيا مونږ به نيكئ كوونكي نه وے جوړ شوي؟ يقيناً كه مونږه غور اوكړو نو زمونږ په زړونو كښې ورځ په ورځ د قيامت ويره كميږي.

     اے كاش! مونږه عِبرت حاصل كړو او زمونږه زړونو كښې د مرګ يَره پيدا شي، اے كاش! زمونږه زړونو كښې د ميدانِ مَحشر د ګرمئ او د هغے د سختو يَره پيدا شي، اے كاش! زمونږه زړونو كښې د حساب كتاب د سختئ يَره پيدا شي، اے كاش! زمونږه زړونو كښې پُل صِراط باندې د تيريدلو يَره پيدا شي، اے كاش! زمونږه زړونو كښې د جَهنَّم د عذاب يَره پيدا شي. ياد ساتئ نن كه دُنيا كښې زمونږه زړونو كښې [صحيح معنو كښې] خوفِ خُدا پيدا شي نو هُم دا خوفِ خُدا به مونږه په پُل صِراط باندې تير كړي، چنانچه د حضرتِ سَيِّدُنا فُضَيل بِن عِياض رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه د فرمان مطابق [كوم خلق چه دُنيا كښې داسې اوسي چه د هغوئي بدنونه] د خوفِ خُدا په وجه كمزوري، ضعيفه او بے طاقته شوي وي [هغوئي] به پُل صِراط باندې په آسانئ تير شي. نن كه مونږه دُنيا كښې د جَهنَّم [د عذاب] نه پناه غواړو نو آخرت كښې به ترې بچ كيدو كښې كامياب شو. حديثِ پاك كښې دي: كوم بنده چه د جَهنَّم نه پناه غواړي، جَهنَّم وائي: يا ربّ! دے ما نه پناه غواړي، ته ده ته پناه وركړې.

(مُسنَد اَبـى يَعْلٰـى ج٥ ص٣٧٩ حديث٦١٦٤، بهارشريعت ١/١٦٣)