Apni Islah Ka Nuskha

Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

تَعَالٰی عَلَيْه به ډير زيات عبادتونه كول خو بيا هُم هغوئي د سستئ نه ځان ساتلو د پاره جُمات كښې كوړه زوَړنده كړي وه. كه د مَدَني انعاماتو رِساله زمونږ سره وي او د دې مطابق غور و فِكر كوو نو مونږه به هُم د سستئ نه حفاظت كښې اوسيږو او د نيكو  اعمالو شوق به مو زياتيږي. يقين اوكړئ! د مَدَني انعاماتو رساله د خپلو اعمالو د محاسبے بهترينه نُسخه ده. د ”مَدَني انعاماتو“ مطابق هره ورځ غور و فِكر كول او د هرې مَدَني مياشتې يكم تاريخ باندې د خپل ځائے ذِمَّه دار ته د مَدَني انعاماتو رِساله جمع كول هُم د ذيلي حلقے دولسو مَدَني كارونو كښې يو مَدَني كار دے.

      ياد ساتئ! مَدَني انعاماتو باندې پخپله عمل كول او نورو عاشقانِ رَسُول ته د مَدَني انعاماتو رسالے تقسيمول او بيا د مياشتې په ختميدو هغوئي نه وصولول هُم زمونږه ذِمَّه داري ده، دولسو مَدَني كارونو كښې د دې مَدَني كارمَدَني انعامات“ تفصيلي معلومات حاصلولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه رساله ”مَدَني انعامات“ اولوَلئ، ټول اسلامي ورونړه او بِالخصوص ذِمَّه داران دا رِساله ضرور اولولئ، دا رساله د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه نه طلب كولو سره سره د دعوتِ اسلامي ويب سائټ باندې هُم لوستلے شئ. د دې رِسالے د مطالَعے په بَرَكت به تاسو ته دا معلومات حاصل شي ٭ مَدَني انعامات څه ته وائي؟ ٭ فِكرِ مدينه څنګه كول پكار دي؟ ٭ د مَدَني انعاماتو مَقاصِد ٭ د مَدَني انعاماتو درجه بندي ٭ د يو څو مَدَني انعاماتو طِبِّي او سائنسي فائدے ٭ د اِجتِماعي فِكرِ مدينه طريقه ٭ د مَدَني انعاماتو بَرَكتونه ٭ د مَدَني انعاماتو مُتَعَلِّق فَـرامِينِ اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ٭ د مَـدَني انعاماتو مُتَعَلِّق د مركزي مجلِس شورىٰ د مَدَني مشورے مَدَنـي ګُلونه ٭ د مَدَني انعاماتو مُتَعَلِّق شرعي او تنظيمي احتياطونو باندې مُشتمِل سوالات جوابات وغيره.