Book Name:Apni Islah Ka Nuskha
٭ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ عَزَّوَجَلَّ مَدَني انعامات د عمل جذبه زياتولو او ګناهونو نه د ځان ساتلو بهترينه نُسخه ده ٭ مَدَني انعاماتو باندې عمل كوونكو نه اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ډير خوشحاليږي او هغوئي ته دُعاګانې كوي ٭ مَدَني انعاماتو باندې د عمل كولو په بَرَكت د خَوفِ خُدا او عِشقِ مُصطَفىٰ لازوال دولت په لاس راځي ٭ د مَدَني انعاماتو دا عظيمه تُحفه د بُزُرګانِ دِين ياد تازه كوي ٭ مَدَني انعامات د بُزُرګانِ دِين په نقشِ قدم باندې د چليدو مطابق د غور و فِكر يعني د خپلې مُحاسَبے كولو بهترينه ذريعه ده.
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د مَدَني انعاماتو په بَرَكت ډيرو اِسلامي ورونړو ته بَرَكتونه حاصل شوي دي او حاصليږي. چنانچه
د صوبه پنجاب ښار فيصل آباد په خوا و شا كښې اوسيدونكي د يو اسلامي ورور په يو نيم كال كښې يوه ورځ هُم داسې نه ده تيره شوي چه هغه پكښې فِكرِ مدينه نه وي كړي (د خپلو اعمالو مُحاسَبه كولو ته د دعوتِ اسلامي په اِصطِلاح كښې فِكرِ مدينه وائي) اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ عَزَّوَجَلَّ په مدنی انعاماتو باندې د عمل كولو په برکت هغه ته سورۂ مُلك حِفظ شوے دے، بلكه د الله پاك په فضل و كرم هغه ته ډير ځله خوب كښې د اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د دِيدار سعادت هُم حاصل شوے دے او اَلْحَمْدُ لِلّٰه اوس هغه اسلامي ورور د ډويژن ذِمَّه دار په حيثيت مدني كارونه عامولو كښې مصروف دے.
میں بَن جاؤں سَراپا ”مَدَنی اِنْعَامات“ کی تَصویر |
| بَنُوں گا نیک یااللہ اگر رَحمت تِری ہوگی |
(وسائل بخشش مُرَمَّمْ،ص۳۹۱-۳۹۳)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد