Apni Islah Ka Nuskha

Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

زم د ډيرو صفتونو مالِك وو او د ايماندارئ خبره ده چه هغوئي غټ يادونه پريښودي دي. ٭ د مَدَني انعاماتو مُتَعَلِّق د حاجي زم زم په ما ډير احسانونه دي، ډير غټ احسان ئې دے ځكه چه مَدَني انعامات دومره نه كاميابيدل، حاجي زم زم ما ته ډيره حوصله راكړه. ٭ حاجي زم زم چه كله د سوالاتو نوم ”مَدَني انعامات كيښودلو او د مَدَني انعاماتو عامولو كوشش ئې اوكړو نو [د هغوئي په كوششونو] دا د كوم ځائے نه كوم ځائے ته اورسيدل او نن مَدَني انعامات د دعوتِ اسلامي  رُوح دي. دا روح دعوتِ اسلامي  والؤ كښې اچولو كښې د حاجي زم زم رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه ډير غټ كِردار دے. (محبوبِ عطار کی 122 حکایات، ص۱۷۷ تا ۱۷۹) 

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! چه پير د خپل مُريد د پاره دا اُووائي چه د هغه په ما احسان دے، چه پير د خپل مُريد د پاره دا اُووائي چه د هغه په صُحبت كښې به مې ځان د پاره بهتري محسوسوله، چه پير د خپل مُريد د پاره دا اُووائي چه د هغه صُحبت زما خوښ وو نو داسې مُريد به څومره خوش نصيبه او بختور وي. الله پاك دِ مونږ ته هُم د خپل پير و مُرشِد ډير ډير مَحبَّت رانصيب كړي او د حاجي زم زم رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه په خاطر دِ مونږه هُم د مَدَني انعاماتو مخلِص عامِل جوړ كړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)