Book Name:Apni Islah Ka Nuskha
اودريدو نه مخكښې به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي.
)3( د رَحمت اويا دروازے:
صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّدٍ
څوك چه دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[1]
)4 (د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ
حضرت اَحْمَد صاوِی رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي: دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندې د شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي.[2]
)5( قُربِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ
يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنْور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په مينځ كښې كښينولو، دې باندې صَحابَۂ کرام رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُم حيران شو چه دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتې مرتبے والا] دے! چه كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چه كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسې ئې لوَلي.[3]