Apni Islah Ka Nuskha

Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

سامان بيرته نه وركول، مسلمانان په بدو اَلقابو يادول، د چا يو څيز د هغه د بد ګنړلو د احساس باوجود بے اجازته استعمالول، شراب څښل، جواري كول، غلا كول، بدكاري كول، فلمونه او ډرامے كتل، سندرے اوريدل، د سود او رشوت لَين دَين كول، د مور و پلار نافرماني كول او هغوئي پريشانه كول، امانت كښې خيانت كول، بد نګاهي كول، د ښځو او سړو د يو بل سره مشابهت [يعني د سړو د ښځو او د ښځو د سړو په شان ويښته جوړول او د يو بل په شان، پيزار او د كپړو ډيزائن جوړول وغيره]، بے پردګي، تَكَبُّر، حَسَد، رِياكاري، زړه كښې د يو مسلمان بُغض او كِينه ساتل، وغیرہ مُعاملات زمونږه معاشره كښې ډيره بے باكئ سره روان دي. لږ سوچ خو اوكړئ چه د دومره ګناهونو باوجود هُم مونږه د رِزق تنګئ او محرومئ كښې نه اخته كيږو نو نور به څه كيږي؟ كه د ګناهونو د دومره كثرت باوجود هُم په مونږه د رِزق دروازے بندې نه شي نو نور به څه كيږي. يو حديث شريف كښې اِرشاد شوے دے: لَایَرُدُّ الْقَدْرَ اِلاَّ الدُّعَاءُ یعنی دُعا سره تقدیر بدليږي وَلاَ یَزِیْدُ فِی الْعُمْرِ اِلاَّ الْبِرُّ  او نيكئ كولو سره عُمر زياتيږي، فَاِنَّ الرَّجُلَ لَیُحْرَمُ الرِّ زْقَ بِالذَّنْبِ یُصِیْبُہ، بيشكه بنده د ګُناه په وجه د هٰغه رِزق نه محرومه كړے شي كوم چه هغه ته رسيدو والا وي. (المستدرک،کتاب الدعاء والتکبیر،باب:لایرد القدر...الخ ، ۲/۱۶۲، حدیث۱۸۵۷)

            خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چه كه مونږه مُعاشي ترقي كول او بركت غواړو او د قِسماقِسم مصيبتونو او آفتونو او د رِزق د محرومئ نه بچ كيدل غواړو نو مونږ ته پكار ده [چه د الله د رضا د پاره] د ګُناهونو د مصيبت او سپيره والي نه ځان خلاص كړو، نيكئ كول اختيار كړو، مونږه اوس آيتِ مباركه كښې هُم واوريدل چه څوك د الله د يَرې نه د ګُناهونو نه ځان ساتي هغه ته الله پاك د داسې ځائے نه رِزق