Book Name:Bimari Kay Faiedy
)1( خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: الله تعالٰى چه څوك په يوه جِسماني بيمارئ كښې مُبتلا كړي نو هغه بيماري د هغه د پاره د مغفرت باعِث ده. ( تاریخ مدینہ دمشق، ۴۷/۲۶۰)
)2( خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: چه كله مومن بيمار شي نو الله پاك هغه د ګناهونو نه داسې پاك كړي څنګه چه بټئ د اوسپنې زنګ صفا كوي. (اَلتَّرغِیب وَالتَّرہِیب،۴ / ۱۴۶ ،حدیث: ۴۲)
)3( زمونږ مهربان آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: د مريض ګناهونه داسې رژيږي [يعني ريژي] څنګه چه د ونے پانړے رژيږي [يعني ريژي] (اَلتَّرغِیب وَالتَّرہِیب، ۴ / ۱۴۸، حدیث: ۵۶)
)4( خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: الله پاك اِرشاد فرمائي: ”مُحتاجي زما قيد خانه او بيماري زما زنځير دے او مخلوق كښې چه چا سره مَحبَّت كووم هغه دې سره اوتړم. ( قوت القلوب،شرح مقام التوکل ووصف احوال المتوکلین، ۲/ ۳۸)
)5( خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: چه كله يو بنده بيمار شي نو الله تعالٰى د هغه طرف ته دوه فرښتے اوليږي چه لاړ شئ اوګورئ چه زما بنده څه وائي؟ بيمار كه د الله تعالٰى حَمْد و ثنا كوي (مثلاً اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ وائي) نو فرښتے د الله تعالٰى په بارګاه كښ حاضرې شي او د هغه قول [يعني خبره] عرض كړي او الله تعالٰى ته ډيره ښه معلومه ده. الله تعالٰى ارشاد فرمائي: ”كه ما دې بنده ته په دې بيمارئ كښې مرګ وركړو نو دا به جَنَّت ته داخلووم او كه صِحَّت مې وركړو نو ده ته به د مخكښې نه هم بهتره غوښه او وِينه وركووم او د ده ګناه به مُعاف كړم.“ (موطّا امام مالک،۲/ ۴۲۹،حدیث:۱۷۹۸)