Bimari Kay Faiedy

Book Name:Bimari Kay Faiedy

)6( چه كله بنده بيمار يا مُسافر وي نو د هغه د پاره هُم هغه عمل ليكلے كيږي كوم به چه هغه په تندرستئ او كور كښې كولو. (بخاری،کتاب الجہاد،باب یکتب للمسافر…الخ،۲/۳۰۸، حدیث:۲۹۹۶)

د بیان کړے شوي آخری حدیثِ پاک نه لاندې حکیمُ الاُمّت حضرت مفتی احمد یار خان نعیمی رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه ليكي: یعنی كه د بیمارئ یا سفر په وجه ئې تَهَجُّد وغیرہ نفلونه ادا نه كړے شو يا جُمات ته نه شي حاضريدے نو هغه ته به د دې ثواب وركړے شي په شرط د دې چه تندرستئ كښې د دې څيزونو پابند وو. د حديثِ پاك مطلب دا نه دے چه بيمارئ يا سفر كښې فرائض معاف كيږي هغه خو به ادا كول ضروري وي او كه هغه پاتې شوي وي نو د هغے قضا به پرې واجِب وي. (مرآۃ المناجیح،۱/۴۱۳)

سُبْحٰنَ الله!بیان کړے شوو اَحادیثِ مبارکه نه معلومه شوه چه ٭ بیماری د مغفرت سبب ده، ٭ بیماری د ګناهونو نه د پاك كولو ذریعه ده، ٭ د بيمارئ په سبب ګناهونه رژيږي [يعني ريژي]، ٭ بیمارئ كښې اخته مسلمان اللہ پاک خپل محبوب [يعني خوښ بنده] جوړوي، ٭ د بیمارئ په حالت كښې حمدِ الٰہی كولو والا كه هُم هغه بیمارئ كښې وفات شي نو د جَنَّت حقدار جوړ شي، ٭ د بیمارئ په حالت كښې حمدِ الٰہی كولو والا كه  صحت یاب [يعني جوړ] شي نو مخكښې نه د بهترې غوښې او وِينې جوړيدو خوشخبری ده او ٭ د بیمارئ په حالت كښې د بنده د پاره هُم هغه اعمال ليكلے كيږي كوم به چه هغه تندرستئ او كور كښې كول. خو افسوس! بعضې خلق دے فضائلو او برکاتو ته د كتلو په ځائے بیماریانو ته بد رد وئيل او ګيلے قيصے شروع كړي مَثَلًا داسې وائي ”دا تبه هُم ډيره سپيره بيماري ده، د سر درد هُم څومره بد مرض دے ډير