Bimari Kay Faiedy

Book Name:Bimari Kay Faiedy

او صبر نه كار اخلو، د الله په رضا باندې راضي اوسو او هر چا ته خپل درد تكليف نه بيانوو بلكه د بيمارئ بَرَكتونه حاصل كړو.

د الله د پرهيزګارو بندګانو په نقشِ قدم باندې د چليدلو جذبه حاصلولو او د بيمارئ حقيقي بَرَكتونه حاصلولو د پاره د عاشقانِ رَسُول مَدَني تَحرِيك دعوتِ اسلامي سره خپل تَعَلُّق مضبوط ساتئ او د ذيلي حلقے دولس مَدَني كارونه په ځان باندې لازِم كړئ. دولس مَدَني كارونو كښې يو مَدَني كارصدائے مدينههُم دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د دعوتِ اسلامي د مركزي مجلسِ شُورىٰ له طرفه د دې مَدَني كار رِساله په نوم د ”صدائے مدينه“ منظر عام ته راغلي ده.

     12 مَدَني كارونو كښې د دې مَدَني كار يعني د ”صدائے مدينه“ باره كښې تفصيلي معلوماتو حاصلولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه رِساله ”صدائے مدينه“ اولوَلئ، ټول اسلامي ورونړه او بِالخصوص تنظيمي ذِمَّه داران دا رساله ضرور اولوَلئ، دا رساله د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه د بستے نه طلب كولو سره سره د دعوتِ اسلامي ويب سائټ باندې هُم لوستلے شئ.

د دې رسالے د مطالعے په بَرَكت به تاسو ته دا معلومات حاصل شي، ٭ صدائے مدينه څه ته وائي؟ ٭ صدائے مدينه كښې مسلمانانو د پاره دُعا ٭ د صدائے مدينه دُنيوي فائدے ٭ د صدائے مدينه يو څو مَدَني ګلونه ٭ كوڅه كښې د صدائے مدينه لګولو طريقه ٭ د صدائے مدينه مدني سپرلي وغيره وغيره.

اَلْحَمْدُ لِلّٰه ٭ د ”صدائے مدينه“ په بَرَكت د تَهَجُّد د لـمانځه سعادت حاصليدے شي ٭ د صدائے مدينه په بَرَكت د لـمانځه حفاظت كيږي ٭ د ”صدائے مدينه“ په بَرَكت د جُمات وړومبي صَف كښې تكبيرِ اُولٰى سره د سحر د لـمانځه ادا كولو سعادت حاصليدے شي