Bimari Kay Faiedy

Book Name:Bimari Kay Faiedy

كور نه يو ماډرن ځلمے را اووتو او هغه سره شامِل شو، او بيا هغه د سحر لـمونځ هُم جُمات كښې د جَمعے [يعني اِمامتئ] سره ادا كړو. وروسته د هغه ځلمي پلار مَدَني قافلے والا عاشقانِ رَسُول سره ملاقات د پاره راغلو، هغه صاحِبِ ثَروَت [يعني مالدار] هُم وو، هغه اُووئيل چه د صدائے مدينه په بَرَكت زما نافرمانه ماډرن بيلمانځه ځوئ پينځه وخته لـمونځ شروع كړو. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د هغه ماډرن ځلمي والِد په هغه ښار كښې مَدَني مركز فيضانِ مدينه د پاره زمكه هُم وركړه.

پڑوسی بَنا مجھ کو جنّت میں اُن کا         خدائے محمد برائے مدینہ

لگا فَجْر میں بھائی گھر گھر پہ جاکر       ذرا دل لگا کر ’’صدائے مدینہ‘‘

(وسائلِ  بخشش مُرمّم،ص۳۶۹)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! عام طور بعضې خلق چه كله مسلسل بيمارئ كښې اخته وي يا پرله پسے مختلفے بيمارئ پرې راځي نو د هغوئي په زړه كښې عجيبه عجيبه غلط خيالات او وسوسے پيدا كيږي، مَثَلًا [دا وسوسے چه] ”ما خو كله د چا بد نه دي غوښتي“ ”نه مې د چا حق وهلے“ ”نه مې چا ته تكليف وركړے“ ”نه مې څوك خفه كړي“ ”ما خو چا ته هيڅ بد نه دي رسوَلي، آخر بيا زه ولے داسې بيمارو كښې ګير يم“ وغيره.

داسې خلقو ته عرض دے چه ضروري نه ده ”د چا بد غوښتل يا چا ته نُقصان رَسوَل“ د بيمارئ سبب وي بلكه بعضې وخت هُم دا بيمارئ بنده د نيكو خلقو مرتبے ته د رسوَلو ذريعه جوړيږي، چنانچه