Book Name:Bimari Kay Faiedy
٭ د اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه وِلادت [يعني پيدائش] 1257ھ بمطابق 1841ء كښې علی پور سیِّداں (ضلع نارووال ، پنجاب ، پاکستان ) كښې شوے وو ٭ اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د حِفظِ قرآن سعادت او ابتدائی تعلیم په خپله مَحَلَّه كښې حاصل كړو. ٭ اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د نور عِلمِ دِين حاصلولو د پاره مشهورو عُلَمائےِ كرامو نه فيض [و بركت] حاصل كړو او په ټولو عُلُومو كښې ئې مَهارت حاصل كړو. اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه په ظاهري عُلُومو كښې د مهارت حاصلولو نه پس د روحاني تربِيَّت د پاره د حضرت باباجي خواجه فقير محمد چوراهي رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه په خِدمت كښې حاضر شو او [د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه] نه په سلسلۀ عالیه نقشبندیه كښې مُرِید شو او لږه موده پس ئې د خلافت او اجازت شَرف حاصل كړو. ٭ اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه باعمل عالِمِ دِين، شيخِ طريقت، عظيم مُبَلِّغِ اسلام او سرګرم رَهنما وو ٭ د تبليغِ اسلام په سلسله كښې د اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه عظيم خدمات دي ٭ د اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه په كوششونو ډيرو غير مُسلمو اسلام قبول كړو ٭ اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه په سوونو جُماتونه او ډيرې مدرسے قائمې كړي وے ٭ اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه تَحرِيكِ پاكستان كښې هُم پوره پوره حِصَّه اغستي وه (تذکرہ اکابر اہلِسنّت ، ص ۱۱۳تا۱۱۵ ملتقطاً) ٭ اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه به د بيمارئ په حالت كښې هُم ټول لـمونځونه د جَمعې [يعني اِمامتئ] سره ادا كول. (سیرت امیرِ ملت، ص ۴۹۹) ٭ د اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه وِصال [يعني وفات] په 26 ذُوالْقَعْدَۃُالْحَرَام 1370ھ بمطابق 30 اګست 1951ء كښې شوے وو. (تذکرہ اکابر اہلِسنّت ، ص ۱۱۶۔۱۱۷) ٭ د اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه مزار شريف په علي پور سَیِّداں (ضلع نارووال، پنجاب، پاکستان ) كښې دے [او خلقِ خُدا ترينه بركتونه حاصلوي]. (تذکرہ اکابر اہلِ سنّت ، ص ۱۱۶۔۱۱۷)