Book Name:Bimari Kay Faiedy
وے، هغه لـمونځ ګُزاره كس په څه وجه د عباداتو نه عاجِزه شو، فرښتے چه واپس لاړې نو ربّ تعالٰى ته ئې څه عرض اوكړو او الله پاك ورته د بيمار مُتَعَلِّق څه حُكم اوفرمائىلو، دا ټول معامَلات هُم خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ملاحظه كړل.
د خوږ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر شان و عظمت
د خوږ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر د شان و عَظَمت په بیان كښې حکیمُ الاُمّت حضرت مفتی احمد یار خان نعیمی رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه ليكي: نبی صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل هر اُمَّتي او د هغه د عمل نه خبردار دے. د حضورِ انور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سترګې مباركې تِياره، رنړا، ښكاره، پټ، موجوده او معدُوم (يعني ختم شوى) هر څه وِيني. د چا په سترګو كښې چه د مَا زَاغَ رانجه وي د هغه نظر مبارك زمونږ د خوب ليدلو او سوچ كولو نه هُم زيات تيز دے، مونږ خو [صرف] خوب او خيال كښې هر څه وِينو، او د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نظر [په ويښه] د هر څيز مُشاهده كوي. (مراٰۃ المناجیح،۱/۴۳۹) (مُفتي صاحب يو بل مُقام كښې فرمائى:) د حُضُورِ انور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سترګې مُباركې غيبي څيزونه وِيني او د حُضُور (صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) غوږونه مبارك غيبي آوازونه اوري، د كومو سترګو نه چه اللهُ كريم ځان پټ نه كړو [يعني خپل دِيدار ئې ورته اوكړو] د هغه سترګو نه به بل څه څيز پټ شي۔ ( مرآۃ المناجیح،۷/۱۵۴)
امامِ عشق و محبت، اعلیٰ حضرت خپل مشهورِ زمانه نعتیه دیوان ”حدائقِ بخشش“ كښې ليكي:
اور کوئی غیب کیا تم سے نہاں ہو بھلا |
جب نہ خدا ہی چھپا تم پہ کروڑوں درود |
(حدائقِ بخشش، ص۲۶۴)