Bimari Kay Faiedy

Book Name:Bimari Kay Faiedy

د شعر وضاحت: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو شان و عَظَمت څومره اوچت دے! د مِعراج په شپه په ويښه تاسو صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل مُبارك سر په سترګو مباركو د الله رَبُّ الْعِزَّت  جَلَّ جَلَالُہٗ ديدار اوكړو نو دغسې الله تَبارَكَ وَ تَعَالٰى چه د غيبو نه هُم غيب دے هغه  جَلَّ جَلَالُہٗ هُم په خپل فضل و كرم تاسو ته خپل ديدار اوكړو نو بيا بل كوم غيب تاسو صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه چرته پټ پاتې كيدے شي.

)٤( څلورم مَدَني ګل دا حاصل شو چه كه د بيمارئ په وجه مريض هغه نيك اعمال اونكړے شي كوم به چه هغه د تندرستئ په حالت كښې كول نو الله تعالٰى په خپل فضل و كرم هغه ته د هغه اعمالو ثواب هُم عطا كوي. لِـهذا مونږ ته پكار دي چه مونږه د تندرُستئ په حالت كښې هُم نيكئ كول خپل عادت جوړ كړو، چه د تندرستئ په حالت كښې هُم پينځه وخته لـمونځ د جَمعے سره كوو او سُنَّت او نفلونه هُم ادا كوو، پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم فرائضو واجِباتو او سُنَّتو باندې عمل كوو، پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم فرضو روژو سره سره نفلي روژے هُم اونيسو، پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم ډير ډير تِلاوَتِ قرآن اوكړو، پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم د قرآنِ مجيد په احكامو عمل اوكړو، پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم ذِكر و دُرُود جاري ساتو، پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم صدقه و خيرات وركول خپل معمول جوړ كړو، پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم مسلمانانو سره خير ښيګړه كوو، پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم د مور و پلار خِدمت كوو، پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم د الله پاك او د بندګانو حُقُوق پوره پوره ادا كوو، پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم صرف او صرف حلاله روزي ګټو، پكار ده چه