Bimari Kay Faiedy

Book Name:Bimari Kay Faiedy

د تندرستئ په حالت كښې هُم عِلمِ دِين حاصلوو او نورو ته ئې زده كوو، پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه نه جاري شوو كتابونو او رِسالو مطالَعه جاري ساتو، مونږ ته پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم د ورځې اكثر حِصَّه خاموشي اختياروو، مونږ ته پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم د محتاجانو او غريبانو امداد كوو، مونږ ته پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم د عاشقانِ رَسُول صُحبت اختيار كړو، مونږ ته پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم د مَدَني انعاماتو رساله ډكوو، مونږ ته پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم هفته وارو د سُنّتو ډكو اجتماعاتو او مَدَني مُذاکَرو كښې شرکت كوو، مونږ ته پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم د ذيلي حلقے 12 مَدَني كارونو كښې مشغول اوسيږو، مونږ ته پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم مَدَني مشورو كښې شركت كوو، مونږ ته پكار ده چه د تندرستئ په حالت كښې هُم مَدَني قَافِلو كښې سفر جاري ساتو نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى د الله پاك په رَحمت به د بيمارئ په حالت كښې هُم زمونږه د نيكئ ميټر جاري اوسي او ګناهونو نه به حفاظت كښې اوسو.  

اوګټئ   ډير   رحمتونه  قافلو   كښې لاړ  شئ           زده  كـړئ ښكلي سُنَّتونه قافِلو  كښې لاړ شئ

حل به مو شي  مشكِلونه قافلو  كښې لاړشئ            شي  به  لرې  آفتونه   قافلو  كښې  لاړ   شئ

د  طيـبه د حاضرئ   كـه  د  حج ارمان  لرئ           اوكړئ ډير ډير سفرونه  قافلو  كښې لاړ  شئ

شي  به  لـرې  غمونه، رابه  شي  ښه  وختونه           شي به  ختم  ګردشونه  قافلو  كښې لاړ  شئ

كه بيماره مو وي مور،هُم د قرض وي ډير زور          مـه كوئ فكر غمونه  قافلو  كښې  لاړ  شئ

راشئ   دَر  ته   د   الله،  اوكړئ    ډيره   اِلتِجا            او به  شي  ډير رحمتونه  قافلو  كښې لاړ شئ

شي  به   لـرې  غمونه،  را  به  شي   فـرحتونه          هُم خوشحاله به زړونه قافـلو  كښې  لاړ  شئ

شي قوي  به حافِظه، هُم  صحيح  بـه هاضِـمه           سم به مو شي ټول كارونه قافلو كښې لاړ شئ