Bimari Kay Faiedy

Book Name:Bimari Kay Faiedy

كـه ئې تاسو قرضدار، يا كـه  ئې چرې  بيمار           نو كه غواړئ راحتونه قافلو   كښې لاړ  شئ

كـه  وي ډيـره  ګرمي، يا  كـه وي  ډيـره  يخني            او كه وي ډير بارانونه قافلو  كښې  لاړ  شئ

دولس مياشتې  يو ځل، او هر كال يـوه مـياشت               دولس  ورځې سفرونه   قافلو   كښې لاړ  شئ

لاړ  شئ  درې  ورځو له،  سُنّتونه كـړئ  زده               هره مياشت كړئ سفرونه قافلو كښې لاړ شئ

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

اےعاشقانِ رَسُول اسلامي ورونړو! يقيناً الله پاك خپلو بندګانو باندې د اويا (70) ميندو [موريانو] نه هُم زيات مهربانه دے. راحت و آساني، غم درد، بيماري د ګناهونو معافي او د توبه كولو توفيق حاصليدل ټول د هغه د عطاګانو كرشمے دي. دُنيا كښې چه څوك څه جُرم اوكړي نو هغه ته د هغه د جُرم سزا وركولے كيږي، مُقَدَّمه پرې چليږي، جيل ته ليږلے كيږي، ريمانډ وركولے كيږي، كه سخت جُرم ئې كړے وي نو د رَحم اپيل ئې هُم ردّ شي او د مرګ وارنټ ئې جاري شي خو د الله پاك او د هغه د بندګانو په مينځ كښې مُعامَله عجيبه ده، د هغه بندګان شپه او ورځ په ګناهونو كښې اخته اوسي خو د هغے باوجود هغه شپه او ورځ خپل نعمتونه هغوئي ته وركوي، هغه هغوئي د لـمر د رنړا، د سپوږمئ او ستورو د رونق او هواګانو نه نه محرومه كوي بلكه مباركې ورځې، مباركې شپے او نور بيشميره نعمتونه وركوي، [د هغه د بخښنې بهانے لټولو د پاره ئې] قِسماقِسم مصيبتونو او ازميښتونو كښې اخته كړي او د بيمارئ په شان عظيم نِعمت او رحمت ورنصيب كړي [او دغسې] د ګناهونو د بيمارئ نه شِفا او د بخښنې خيرات وركړي. راځئ چه د ترغيب د پاره 6 فرامينِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو چه كله يو مسلمان بيمار شي نو هغه ته څه څه بَرَكتونه حاصليږي. چنانچه