Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

اَلْحَمْدُ لِلّٰه وئيل پوره مِيزان ډكوي. ٭ لَآ اِلٰهَ اِلَّا اللهُ د ټولو نه افضل ذِكر دے. (ابن ماجہ، کتاب الادب ،باب فضل الحامدین ،رقم: ۳۸۰۰ ،۴ / ۲۴۸ )ا او اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ د ټولو نه افضله دُعا ده. )اَيضاً (

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     اےعاشقانِ رسول! اوس چه مونږه د الله پاك د ذِكر دا فضائل واوريدل، د دې فضائلو نه مخكښې چه كوم اَحادِيثِ كريمه بيان شو د هغې نه دا معلومه شوه چه د ذِی الْحِجَّه وړومبئ لس ورځې ډيرې عظيمې دي او ډير فضيلت لري، د ذِی الْحِجَّه وړومبو لسو ورځو عمل الله تعالٰى ته ډير خوښ دے، د ذِی الْحِجَّه ورومبو لسو ورځو كښې (د ممنوعه ورځ نه علاوه) د هرې ورځې روژه د يو كال د روژو برابره او د دې د هرې شپے قِيام د لَیْلۃُ الْقَدْر د قیام برابر دے. د ذِی الْحِجَّه په وړومبو لسو ورځو كښې د عمل ثواب ووه سوه [700] همره زيات كړے شي، د ذِی الْحِجَّه په وړومبو لسو ورځو كښې كړے عمل د نورو ورځو د عمل په مقابله كښې الله تعالٰى ته د هغه په لار كښې د جنګيدو نه هُم زيات خوښ دے. غرض دا چه د ذِی الْحِجَّه وړومبئ لس ورځې ډير فضائل و بَرَكات او خُصُوصيات لري. دا ورځې هر كال يوولس مياشتې پس د ذِی الْحِجَّه په مُقَدَّس مياشت كښې تشريف راوړي او ځان سره بَرَكتونه راوړي خو افسوس! د خلقو يو تعداد دا لس ورځې هُم د نورو ورځو په شان غفلتونو كښې تيروي، مَثَلًا اوزګار ځلمي دې لسو ورځو كښې خپل ټائم پاس كولو د پاره د څاروو منډئ ته سيل له ځي او هلته غټو غتو څاروو سره خپلې سيلفيانې جوړوي. غرض دا چه دا ورځې عبادتونو كښې د تيرولو په ځائے د عامو ورځو په شان غفلت كښې تيروي او په دې وجه دا نادانه خلق مَعَاذَ الله د فرضو لـمونځونو او نورو بيشميره نيكو نه محرومه پاتې شي، الله پاك دِ د مسلمانانو په حال