Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

رَحم اوفرمائي، او د نيكو اعمالو توفيق دِ وركړي. اٰمِين

عبادت میں لگتا نہیں دل ہمارا                                                      ہیں عصیاں میں بدمست ہم یاالہی

مجھے دے دے ایمان پر استقامت                                             پئے سیدِ مُحْتَشَم یاالہی

(وسائلِ بخشش مُرَمَّم،ص۱۰۹۔۱۱۰)

   [د شعر مفهوم: يا الله عبادت كښې مې زړه نه لګي او په ګناهونو كښې اخته يم، يا الله ما ته د سَیِّدِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خاطر په اِيمان اِستِقامت راكړې.]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د ذُو الْحِجَّةِ الْحرام د مياشتې بَرَكتونه جاري دي، د دې مياشتې راتلو سره سمدستي د سُنَّتِ ابراهيمي يادونه تازه شي، هر كال لكونه مسلمانان په دې مُقَدَّسه مياشت كښې د الله پاك د حُكم مطابق سُنَّتِ ابراهيمي او سُنَّتِ مُصطَفىٰ ادا كوي لِـهذا چه كوم مسلمان د قربانئ كولو وس لري، هغه ته پكار دي چه د الله تعالٰى د رضا حاصلولو د پاره او د سُنَّتِ ابراهيمي د ادائيګئ په نِيَّت دې مياشت كښې په حلالو پيسو د قُربانئ فريضه ادا كړي، ځكه چه دا ډيره د سعادت خبره ده، چنانچه

پارہ 30 سُوْرۂ کوثر آیت نمبر2 كښې الله پاك اِرشاد فرمائي:

فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَ انْحَرْؕ(۲)  (پ۳۰،الکوثر،۲)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : نو ته د خپل رب د پاره لـمونځ اوكړه او قُرباني اوكړه.

مشهور مُفَسِّر قرآن اِمام فخرُ الدِّين رازي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه د دې آيتِ مباركه نه لاندې فرمائي: حَنَفي عُلَمائے كِرامو د دې آيت نه دا اِستِدلال كړے دے چه قرباني واجِب ده. (تفسیر کبیر،۱۱/۳۱۸)