Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ډيرو احاديثو كښې د قُربانئ فضائل او مسائل راغلي دي. راځئ چه د قُربانئ په فضائلو مُشتَمِل څلور فرامِينِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو: چنانچه

خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: )١( قُرباني كوونكي ته د قُربانئ د څاروي د هر ويښته په بدله كښې يوه نيكي حاصليږي (تِرمِذِى،ج٣ ص١٦٢ حديث١٤٩٨) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: )٢( چا چه د زړه په خوشحالئ ثواب غوښتلو د پاره قُرباني اوكړه، نو هغه به د جَهنَّم د اور نه حِجاب (يعني پرده جوړه) شي ( اَلمُعْجَمُ الْكَبِيْر ج٣ ص٨٤ حديث٢٧٣٦) خوږ مكِّـى مَدَنـى آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپلې ګرانې لُور ته اوفرمائيل: )٣( اے فاطِمه! خپلې قُربانئ سره موجوده اوسه ځكه چه د دې د وِينې وړومبے څاڅكے توئ شي [نو] ستا ټول ګناهونه به معاف كړے شي. (السنن الكبرى لِلبيهقى ج٩، ص٤٧٦، حديث ١٩١٦١) )٤( سركارِ نامدار شَهَنشاهِ اَبرار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: انسان د بَقَر عِيد [يعني د غټ اختر] په روځ يوه داسې نيكي نه كوي كومه چه الله تعالٰى ته د وينې بَهيوَلو نه زياته خوښه وي، دا قُرباني به قيامت كښې خپلو ښكرو، ويښتو او خنګرو سره راځي او د قُربانئ وينه زمكه باندې غورزيدو نه مخكښې د الله تعالٰى په دربار كښې قبوله شي. لِـهذا د زړه په خوشحالئ قُرباني كوئ. (تِرمِذِى،ج٣ ص١٦٢ حديث١٤٩٨)

حضرت علَّامه شَيخ عَبدُالحق مُحَدِّث دِهلوي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: قرباني به د خپل كوونكي د نيكو په تَله كښې كيښودے شي چه په هغے به د نيكو تله درَنه شي. (اَشِعَّةُ اللّمعات، ج١، ص٦٥٤)  حضرتِ سَيِّدُنا عَلَّامه علي قاري رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: بيا به د هغه د پاره سوَرلئ جوړه شي چه د هغے په ذريعه به دا كس په آسانئ پُل صِراط باندې تير شي او د