Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

هغه (څاروي) هر اندام به د مالِك (يعني د قرباني كوونكي) د هر اندام (د پاره د جَهنَّم نه د آزادئ) فِديه جوړيږي. (مِرقاةُ الْمَفَاتِيح ج٣ ص٥٧٤ تحت الحديث٤٧٠، (مِراٰة ج٢ ص٣٧٥)  

دے نزع و قبر وحشر میں ہر جا امان، اور                  دوزخ کی آگ سے بچایا ربّ مصطفٰے

(وسائلِ بخشش مُرَمَّم،ص۱۳۲)

د شعر مفھوم: اے د خوږ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ربّ تعالٰى! ما ته په ځنكدن او قَبْر و حشر هر ځائے كښې امان راكړې، او د دوزخ د اور نه مې اوساتې.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

          اےعاشقانِ رسول! بیان شوي اَحادِيثِ مُباركه نه معلومه شوه چه د غټ اختر د قُربانئ فريضه پوره كوونكو خوش نصيبو ته الله تعالٰى د هغوئي د قربانئ د څاروي د هر ويښته په بدله كښې يوه يوه نيكي وركوي، قُرباني كوونكي ته د دوزخ د اور نه نجات حاصليږي، د څاروي د وينے وړومبي څاڅكي زمكې ته رسيدو نه مخكښې مخكښې د هغوئي ګناهونه معاف كړے شي، په ورځ د قيامت به قُرباني د نيكو په تله كښې كيښودے شي نو هغه به درنه شي او قرباني كوونكے به په خپل څاروي سور شي او په آسانئ به پُل صِراط باندې تير شي. لِـهذا كوم مسلمان (نارينه، زنانه، بالِغ، مُقيم) چه مالِكِ نِصاب وي (يعني هغه سره دوه پنځوس نيمې تولے سپين زر يا د هغه همره مالِيَت رقم يا د هغه همره مالِيَت د تجارت مال يا د هغه همره مالِيَت د حاجتِ اصليه نه علاوہ سامان وي او په هغه باندې د الله تعالٰى يا د هغه د بندګانو دومره قرضه نه وي چه هغه ادا كولو نه پس ذِكر كړے شوے نِصاب باقي پاتې نه شي) نو داسې كس باندې شرعاً قرباني واجِب ده. (اَبلق گھوڑے