Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

)٣( د نابالِغه له طرفه اګر چه واجب نه وي خو كول ئې بهتر دي (او هغه نه اجازت اخستل هُم ضروري نه دي). د بالِغ اولاد يا زَوجه له طرفه كه قُرباني كول غواړي نو هغوئي نه دِ اجازت اوغواړي كه هغوئي نه اجازت اغستلو نه بغير ئې اوكړه نو د هغوئي له طرفه به واجب نه ادا كيږي. ( بہارِ شریعت،۳/۳۳۴) اجازت په دوه شان وي: (١) صَراحَةً مَثَلًا په هغوئي كښې څوك په واضحه طور اووائي چه زما له طرفه قُرباني اوكړه (٢) دَلالَةً مَثَلًا دې د خپلې زَوجه يا اولاد له طرفه قُرباني كوي او هغوئي ته د دې عِلم دے او هغوئي راضي دي. (ابلق گھوڑے سوار،ص۹)

)٤( د قُربانئ په وخت كښې صرف قُرباني كول لازِم دي بل يو څيز د دې قائم مقام نه شي كيدے مَثَلًا كه د قُربانئ په ځائے چيلے يا د هغے قيمت صَدَقه (يعني خيرات) كړے شي نو دا ناكافي دي. (فتاویٰ ہندیۃ،۵/۲۹۳،بہارِشریعت،۳/۳۳۵ )

)٥( د قُربانئ د څاروي بے عيبه كيدل ضروري دي كه لږ شان عيب وي (مَثَلًا كه غوږ كښې څه ځائے څيرلے شوے وي يا ئۍ غوږ كښې سُورے وي) نو قُرباني به مكروه وي او كه زيات عيب وي نو قُرباني به نه كيږي. (بهارشريعت ج ٣.ص  ٣٤٠)

د قربانئ مُتَعَلِّق نور مسائل زده كولو د پاره د اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه رِساله ”ابلق گھوڑے سوار“او ”بہارِ شریعت“ ،جلد سوم  حِصَّه 15 صفحه 327 نه 353 پورې اولوَلئ.

جَنَّتي ګډ څنګه وو؟ د جَنَّتي ګډ غوښه څه شوه؟ كعبه شريفه كښې اور كله لګيدلے وو او څنګه لګيدلے وو؟، د حضرتِ سَيِّدُنا اِبراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام لس مخصوص فضائل څه وو؟ د دې ټولو خبرو معلومات حاصلولو د پاره رِسالهبیٹا ہوتو ایسا!“ لوستل ډير فائده مند دي. [اَلْحَمْدُ