Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din
لِلّٰه د دې دواړو رسالو پښتو ترجمه هُم شوي ده ”په برګ اس سور كس“ او ”ځوئ داسې وي“ دا دواړه رسالے تاسو د دعوتِ اسلامي ويب سائټ www.dawateislami.net باندې لوستلے شئ.]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
دولسو مَدَني كارونو كښې يو مَدَني كار ”مَدَني دَوره“
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د قرباني شرعي اَحكام زده كولو او قُرباني د ضائع كيدو نه د بچ كولو سوچ حاصلولو د پاره د عاشقانِ رَسُول مَدَني تحريك دعوتِ اسلامي مَدَني ماحول سره هر وخت خپل تَعَلُّق مضبوط ساتئ او د ذيلي حلقے دولس مدني كارونه ښه ډير ډير كوئ. دولسو مَدَني كارونو كښې يو مَدَني كار ”مَدَني دَوره“ هُم ده، چه د دې په ذريعه كور په كور، دُكان په دُكان خلقو ته د نيكئ دعوت وركولے كيږي. د سُنَّتو د تربِيَّت د پاره سفر كوونكو مَدَني قَافِلو په شيډول كښې خو هره ورځ د مازديګر د لـمانځه نه پس ”مَدَني دوره“ كيږي، د دې نه علاوه علاقو او حَلقو كښې هفته وار دا مَدَني كار تنظيمي طور طے دے. ډير خوش نصيبه عاشقانِ رَسُول هفته كښې د يو ځل نه زيات هُم د ”مَدَني دَورے“ سعادت حاصلوي، ”مَدَني دوره“ ډير زيات اَهم مَدَني كار دے، ځكه چه د دې مَدَني كار په ذريعه جُماتونه آباديږي، ”مَدَني دوره“ د نيكئ د دعوت فضائل حاصلولو بهترينه ذريعه ده، د ”مَدَني دورے“ په ذريعه د عِلمِ دىن زده كولو موقع حاصليږي. د ”مَدَني دورے“ په بَرَكت د نفلي اِعتِكاف سعادت حاصليږي، ”مَدَني دوره“ د مَدَني تربِيَّت بهترينه ذريعه ده، د ”مَدَني دورے“ په بَرَكت د ”سلام“ سُنَّت هُم عام كيږي. ”مَدَني دوره“ كښې د نفس مخالَفَت او د تَكَبُّر علاج هُم كيدے شي، ”مَدَني دوره“ د مَدَني قَافِلو تيارولو مشين دے. ”مَدَني دوره“ د دعوتِ اسلامي د مَدَني كارونو د ترقئ باعث جوړيږي.