Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din
د ”مَدَني دورے“ يو مَدَنـي سپرلے واوروئ او پابندئ سره د مَدَني دَورے كولو نِيَّت اوكړئ. چنانچه
د سندھ ښار ټنډو آدم ته د درې ورځو د پاره د عاشقانِ رَسُول يوه مَدَني قَافِله اورسيده. د مازديګر د لـمانځه نه پس [مَدَني قَافِله كښې شامِل] چاړاګان اسلامي اِسلامي ورونړه د عامو اسلامي ورونړو سره مدني دَورے د پاره بهر ته اُووَتل او جُمات ته نزدے يو ميدان كښې كركټ كولو والا هلكانو خوا ته ورغلل، بيا يو عام [يعني روغ] اسلامي ورور [هغه هلكانو ته] اُووئيل چه زمونږ سره د اوريدو او وئيلو د طاقت نه محرومه اِسلامي ورونړه هُم دي، دوئي به تاسو ته د اشارو په ژبه كښې د نيكئ دعوت وړاندې كړي، چاړا اسلامي ورور د اشارو په ژبه كښې د نيكئ دعوت وركړو او بيا ئې هغوئي ته دا دعوت هُم پيش كړو چه زمونږ سره جُماعت لاړ شئ، د هغے نه پس عُمومي [يعني روغ] اسلامي ورور هُم ترغيب وركړو: اَلْحَمْدُ لِلّٰه ”مدني دَوره“ كښې ئې چه د نيكئ دعوت واوريدو نو هغه كركټ لوبيدو والا هلكانو سرونه ښكته كړل او مُبَلِّغ سره جُمات ته روان شو او دغسې د ”مَدَني دَورے“ په بَرَكت د لـمونځ ګُزارو شمير كښې اِضافه اوشوه.
نہ ’’نیکی کی دعوت‘‘ میں سُستی ہو مجھ سے
بنا شائقِ قافلہ یاالٰہی
(وسائلِ بخشش مرمم،ص۱۰۳)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد