Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din
راځئ چه اوس د ډيرې زياتې غوښې خوړلو ”نُقصانات“ هُم واورو:
ياد ساتئ! انساني بدن د پاره هفته كښې دوه درې ځله نه زياته غوښه خوړل نقصاني وي، د غټ مال غوښه زياته خوړلو سره ورئ او غاښونه خرابيږي، زياته غوښه خوړلو سره ګُردو كښې يُورِك ايسِډ زياتيږي، د غوښې زيات اِستعمال د ځِيګر د پاره هُم نقصاني دے، زيات مقدار كښې غوښه خوړلو سره د كينسر امكان زياتيږي. لِـهذا د بنده خير په دې كښې دے چه خپل صِحت غنيمت اوګنړي او د ډيرو خوندورو او ترسكُونو طعامونو او تيلو او غوړو كښې سرو كړو خوراكونو عادت نه اخلي، د ډيرې غوښې خوړلو نقصانات ياد ساتل پكار دي او خپل نفس كنټرول كښې ساتل پكار دي، خاص طور دعوتونو وغيره كښې ډير احتياط پكار دے.
الله پاك دِ مونږ ته د خوراك سره سره هر جائز كار كښې د ميانه روئ [يعني درميانه انداز] اختيارولو توفيق رانصيب كړي.
نفس نے لذّتوں میں پھنسایا مجھ پہ لطف و کرم ہو خدایا
دل سے چاہت مٹا ما سِوا کی میرے مولیٰ تو خیرات دیدے
(وسائل بخشش مرمم،ص۱۲۶)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقانِ رَسُول! د عاشقانِ رسول مَدَنی تحریک دعوتِ اسلامی 107 شعبه جات