Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښ مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ولے چه غټ اختر نزدے دے نو راځئ چه په دې مناسبت د قُربانئ سُنَّتونه او آداب واورو:
مخكښې دوه فرامينِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ: )١( قُرباني كوونكي ته د قُربانئ د څاروي د هر ويښته په بدله كښې يوه نيكي حاصليږي (تِرمِذِى،ج٣ ص١٦٢ حديث١٤٩٨) )٢( څوك چه د قُربانئ كولو وُسعت لري بيا هُم هغه قُرباني اونكړي نو هغه دِ زمونږه عِيدګاه ته نزدے نه راځي. (سُنَنِ اِبنِ مَاجَه ج٣ ص٥٢٩ حديث٣١٢٣) ٭ هر بالِغ، مُقيم، مسلمان نارينه او زنانه، مالِكِ نِصاب باندې قُرباني واجِب ده. (عالمګيرى ج٥، ص٢٩٢) ٭ كه په چا قرباني واجِب وي او هغه وخت ورسره روپئ نشته نو قرض دِ راواخلي يا څه څيز دِ خرڅ كړي او قُرباني دِ اوكړي. (فتاویٰ امجدیہ، ۳/۳۱۵ملخصاً) ٭ د قُربانئ څاروے په خپل لاس ذبح كول افضل او د حلالولو په وخت د ثوابِ آخرت په نِيَّت هلته حاضر اوسيدل هُم افضل دي.