Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

(ابلق گھوڑے سوار،ص۱۷) ٭ د نابالِغه له طرفه اګر چه واجب نه وي خو كول ئې بهتر دي (او هغه نه اجازت اخستل هُم ضروري نه دي).  (ابلق گھوڑے سوار،ص٩) ٭ د بالِغ اولاد يا زَوجه له طرفه كه قُرباني كول غواړي نو هغوئي نه دِ اجازت اوغواړي كه هغوئي نه اجازت اغستلو نه بغير ئې اوكړه نو د هغوئي له طرفه به واجب نه ادا كيږي. (بہارِ شریعت،۳/۳۳۴،حصہ۱۵ملخصاً)  ٭ د قُربانئ د څاروي عُمر: اوښ د پينځه كالو، غوا [غويا] د دوو كالو، چيلے (دې كښې بزه، ګډ، ګډه ټول شامل دي) د يو كال. كه دې نه د كم عُمر وي نو قُرباني جائز نه ده، كه زيات وي نو جائز بلكه غوره ده. ( بہارِ شریعت،۳/۳۴۰،حصہ۱۵ملخصاً )  ٭ د قُربانئ د څاروي بے عيبه كيدل ضروري دي كه لږ شان عيب وي (مَثَلًا كه غوږ كښې ئې څه ځائے څيرلے شوے وي يا ئۍ غوږ كښې سُورے وي) نو قُرباني به مكروه وي او كه زيات عيب وي نو قُرباني به نه كيږي ( بہارِ شریعت،۳/۳۴۰،حصہ۱۵ملخصاً ) ٭ قُربانئ نه مخكښې څاروي ته ګيا او اوبه وركړئ يعني اُوږے تږے ئې مه حلالوئ او د يو په مخكښې بل مه حلالوئ او چاړه د مخكښې نه تيره كړئ. ( بہارِ شریعت،۳/۳۵۲،حصہ۱۵ملخصاً)  سُنَّت هُم دا راروان دي چه ذبح كوونكے او څاروے دواړه مخ په قبله وي. ( فتاویٰ رضویہ،۲۰/۲۱۶) ٭ بهتره دا ده چه خپله قُرباني په خپل لاس اوكړي هله چه په ښه طريقه ذبح كول [يعني حلالول] كولے شي (بہارِ شریعت،۳/۳۴۴،حصہ۱۵ملخصاً) ٭ كه په ښه طريقه حلالول نه شي كولے نو بل كس ته دِ د حلالولو حُكم اوكړي خو دې صورت كښې بهتر دا دي چه د قُربانئ په وخت كښې هلته حاضر اوسي. (بہارِ شریعت،۳/۳۴۴،حصہ۱۵ملخصاً) ٭ كه په بل كس ئې حلال كړو او خپل لاس ئې هُم په چاړه كيښودو چه دواړو په شريكه حلال كړو نو په دواړو  بِسْمِ اللّٰه وئيل واجب دي. (بہارِ شریعت،۳/۳۵۱،حصہ۱۵)

          قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د ٣١٢ صفحو