Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din
حضرت اَحْمَد صاوِی رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي: دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندې د شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي.[1] راځئ چه دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.
)5( قُربِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ
يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په مينځ كښې كښينولو، دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُم حيران شو چه دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتې مرتبے والا] دے! چه كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چه كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسې ئې لوَلي.[2] راځئ چه مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.
)6( دُرُودِ شَفاعت
اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ
د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چه داسې دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[3] راځئ چه دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.
)1( د يو زر ورځو نيكئ: