Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

مكِّـى مَدَنـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په اَيَّامِ بِيض كښې بغير د روژے نه نه وو، نه په سفر كښې او نه په حَضَر (يعني قيام) كښې.          (نسائي،کتاب الصیام،باب صوم النبی...إلخ،ص۳۸۶،حدیث:۲۳۴۲) چه كله په مياشت كښې درې روژے نيسئ نو په 13،14،15 ئې نيسئ. (ترمذی،ابواب الصوم،باب ماجاء في صوم ثلاثۃ ایام من کل شھر... الخ،۲/۱۹۳،حدیث:۷۶۱)

امِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرتِ علّامه مولانا اَبُو بِلال محمد اِلياس عطَّار قادِري دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه مَدَني انعاماتو كښې د نفلي عباداتو شوق وركولو ترغيب هُم وركړے دے، چنانچه مَدَني انعام نمبر 58 دے: آيا تاسو دے هفته كښې د ګُل شريف د ورځې (يا د پاتې كيدو په صورت كښې په بله يوه ورځ) روژه اونيوله؟ اَلْحَمْدُ لِلّٰه ډير عاشقانِ رَسُول د ګُل شريف د روژے اهتمام كوي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د ذِی الْحِجَّه دې لسو ورځو كښې كثرت سره تِلاوت كول پكار دي، دې لسو ورځو كښې ډير ډير ذِكْرُ الله كول او ډير ډير دُرُود وئيل پكار دي، دې لسو ورځو كښې ډير ډير نفلي عبادتونه كول پكار دي، د دې لسو ورځو په شپو كښې هُم د خپل ربِّ كريم ډير ډير عبادتونه كول پكار دي، دې لسو ورځو كښې هُم د ګناهونو نه ځان ساتل پكار دي، دې لسو ورځو كښې د الله تعالٰى په لار كښې ډير ډير مال خرچ كول پكار دي، دې لسو ورځو كښې بِالخصوص هفته واره اِجتِماع كښې شركت كول پكار دي، دې لسو ورځو كښې جُماتونه ابادول پكار دي، دې لسو ورځو كښې ډير ډير مَدَني كارونه كول پكار دي، دې لسو ورځو كښې يو يو كور ته ورتلل او د خپل ګران تحريك دعوتِ اسلامي د پاره د قُربانئ د څاروو د څرمنو د پاره رابطے كول پكار دي، دې لسو ورځو كښې پخپله هُم مَدَني قَافِلو كښې سفر او نور خلق هُم ځان