Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

سره مَدَني قَافِلو كښې په سفر بوتلل پكار دي. الله پاك دِ مونږ ته د ذِی الْحِجَّه د مياشتې دې لسو ورځو كښې ډير ډير بَرَكتونه راكړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

عبادت میں گزرے مری زندگانی                                   کرم ہو کرم یا خدا یا الٰہی

(وسائل بخشش مرمم،ص۱۰۵)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

          خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ذُو الْحِجَّةِ الْحرام د اسلامي كال هٰغه دولسمه مياشت ده كومه چه د حُرمت والؤ مياشتو كښې شامله ده، حُرمت والا څلور مياشتې دي ﴿١﴾ ذُوالْقَعْدَۃِ الْحَرَام ﴿٢﴾ ذُوالْحِجَّۃِ الْحَرَام ﴿٣﴾ مُحَرَّمُ الْحَرَام او ﴿٤﴾ رَجَبُ الْمُرَجَّب۔ په دې كښې افضل ذُو الْحِجَّۃِ الْحَرَام ده. بِالخصوص د دې د وړومبو لسو ورځو او شپو فضائل خو ډير زيات دي. قرآن كريم هُم د دې مياشتې د وړومبو لسو ورځو قَسَم ياد كړے دے، چنانچه

            پارہ 30 سُورةُ الْفَجْر ، آیت نمبر 1 او 2  كښې الله پاك ارشاد فرمائي:

وَ الْفَجْرِۙ(۱) وَ لَیَالٍ عَشْرٍۙ(۲)  (پارہ،۳۰،الفجر:۱،۲)             

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : د هٰغه سحر قَسَم او د لسو شپو.

حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله اِبنِ عَبَّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چه د دې لسو شپو نه مُراد د ذِی الْحِجَّه وړومبئ لس شپے دي ځكه چه دا زمانه د حج په اعمالو كښې د مشغوليدو زمانه ده. (خازن، الفجر، تحت الآیۃ:۱،۴/۴۰۱)

اَلْحَمْدُ لِلّٰه اَحادِيثِ مباركه كښې هُم  مختلفو مقاماتو كښې د دې لسو ورځو او شپو فضائل بيان شوي دي. راځئ چه ترغيب د پاره پينځه فرامِينِ مُصطَفىٰ واورو، چنانچه