Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din
د ذُو الْحِجَّۃ د وړومبو لسو ورځو فضائلو باندې مشتمل 5 روایات
)١( خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: د الله تعالٰى په نزد يوه ورځ هُم د عشرۂ ذِی الْحِجَّه نه زياته نه عظيمه ده او نه د دې ورځو نه زيات د يوې ورځې نيك عمل هغه ته مَحبُوب دے، لِـهذا دې ورځو كښې د تَهلِيل (يعني لَآ اِلٰهَ اِلَّا اللهُ)، تكبِير (يعني اَللهُ اَكْبَر) او تَحْمِيد (يعني اَلْحَمْدُ لِلّٰه) كثرت كوئ. (مسنداحمد،مسند عبد الله بن عمر،۲/۳۶۵، حدیث: ۵۴۴۷)
)٢( خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: د الله پاك په نزد د عَشَرۂ ذِی الْحِجَّه د ورځو نه افضل [يعني غوره] بله ورځ نشته. (ابن حبان،کتاب الحج،باب الوقوف بعرفة...الخ،ذکررجاء العتق من النار...الخ،۶/۶۲،حدیث:۳۸۴۲)
)٣( زمونږه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: كومو ورځو كښې چه د الله پاك عبادت كيږي، په هغے كښې يوه ورځ هُم د ذِی الْحِجَّه د لسو ورځو نه زياته خوښه نشته، په دې كښې (د لسم ذِی الْحِجَّه نه علاوہ) د هرې ورځې روژه د يو كال د روژو او (د لسم ذِی الْحِجَّه سره) د هرې شپے قِيام د لَیْلَۃُ الْقَدْر د قيام برابر دے. (ترمذی،کتاب الصوم،باب ما جاء فی العمل فی ایام العشر،۲/۱۹۲،حدیث:۷۵۸)
)٤( خوږ مكِّـى مَدَنـى آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: د الله تعالٰى په نزد د حج دې لسو ورځو نه افضل او خوښه يوه ورځ هُم نشته، لِـهذا دې ورځو كښې د سُبْحَانَ اﷲِ،اَلْحَمْدُ ِﷲ ِ،لَاۤاِلٰہَ اِلَّا اﷲُ او اَﷲُ اَکْبَرُ كثرت كوئ. يو رِوايت كښې دي: دې ورځو كښې د سُبْحَانَ اﷲِ،اَلْحَمْدُ ِﷲ ِ،لَاۤاِلٰہَ اِلَّا اﷲُ او ذِكْرُ الله كثرت كوئ. او دې كښې د يوے ورځې روژه د يو كال د روژو برابره ده او دې ورځو كښې عمل 700 همره زيات كړے شي. ( شعب الایمان ،باب فی الصیام، فصل تخصیص ایام العشر…الخ،۳/۳۵۶ ، رقم: ۳۷۵۸)