Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

)٥( خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: د حج په لسو ورځو كښې كړے عمل الله پاك ته باقي ورځو كښې كړي عمل نه زيات محبوب دے. صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان عرض اوكړو، يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! آيا د الله په لار كښې جنګيدلو نه هُم؟ اِرشاد ئې اوفرمائيلو: آو! د الله په لار كښې جنګيدلو نه هُم، سِوا د هٰغه كس نه څوك چه خپل ځان و مال سره اوځي او دې دواړو كښې هيڅ هُم بيرته رانوړي.  (بخاری ، کتاب العید ین ،باب فضل العمل …الخ،۱/۳۳۳، حدیث: ۹۶۹)

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د ذِی الْحِجَّه دې لسو ورځو كښې چه څومره كيدے شي خپلو نيكو كښې د اِضافه كولو پوره كوشش كول پكار دي او خپله ژبه د فالتو خبرو نه ساتلو سره سره ډير ډير ذِكْرُ الله كول پكار دي ځكه چه د ذِكْرُ الله بيشميره فضائل دي. راځئ چه د الله پاك د ذِكر يو څو فضائل واورو:

٭ دا كَلِمات الله پاك ته خوښ دي: سُبْحَانَ اللہِ،اَلْحَمْدُلِلّٰہِ،لَآاِلٰہَ اِلَّااللہُ،اَللہُ اَکْبَر  (ترمذی ،کتا ب الدعوات،باب۶۰،رقم:۳۴۷۳ ،۵/۲۸۶)۔ ٭  دې كښې هره كَلِمه وئيلو سره جَنَّت كښې يو بوټے لګولے كيږي. (ابن ماجہ،کتاب الادب،باب فضل التسبیح،رقم:۳۸۰۷،۴/۲۵۲) ٭ سُبْحٰنَ الله وئيلو سره 20 نيكئ ليكلے كيږي او 20 ګناهونه وران [يعني معاف] كړے شي. (مستدرک،کتا ب الدعا ء والتکبیر الخ،باب فضیلۃ التسبیح،رقم:۱۹۲۹،۲/۱۹۲ ) ٭ لَآ اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وئيلو سره شل نيكئ ليكلے كيږي او 20 ګناهونه وران [يعني معاف] كړے شي. (اَيضاً ) ٭ اَللهُ اَكْبَر وئيلو سره 20 نيكئ ليكلے كيږي او 20 ګناهونه وران [يعني معاف] كړے شي. (اَيضاً ) ٭ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْن وئيلو سره 30 نيكئ ليكلے كيږي او 30 ګناهونه وران [يعني معاف] كړے شي. (اَيضاً ) ٭ لَآ اِلٰهَ اِلَّا اللهُ د جَنَّت كُنجي ده. (مسند احمد،رقم:۲۲۱۶۳،۸/۲۵۷) سُبْحَانَ الله وئيل نيم مِيزان ډكوي. ٭