10 Muharaam Ki Barakaat

Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

(8) په هُم دے ورځ د حضرت سَيِّدُنا ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام ولادت شوے وو.

 (9) په هُم دے ورځ د حضرت سَيِّدُنا يعقوب عَلَيْهِ السَّلام د نظر كمزوري ختمه شوي وه.

 (10) په هُم دے ورځ  حضرت سَيِّدُنا اِدريس عَلَيْهِ السَّلام  آسمان ته اوچت كړے شوے وو.

 (11) په هُم دے ورځ الله پاك د حضرت سَيِّدُنا ايوب عَلَيْهِ السَّلام  ازميښت لري كړے وو.

 (12) په هُم دے ورځ  حضرت سَيِّدُنا سُليمان عَلَيْهِ السَّلام  ته بادشاهي وركړے شوي وه.

(عمدۃ القاری  ،کتاب الصوم، تحت الباب صیام یوم عاشوراء،۸/۲۳۳ملخصاً )

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! يقيناً عقلمندي هم دا ده چه كوم څيز څومره عزتمند وي هم هغه همره هغے ته اَهَمِّيَّت وركول پكار دي، اوس مونږه د عاشورے د ورځے اعزازونه او بركتونه واوريدل، د دے نه دا معلومه شوه چه دا ورځ ډيره اهمه ده، لِهٰذا مونږ ته هم پكار دي چه دے ته ډير اهميت وركوو، دا په غفلت كښے نه دي تيرول پكار، دا په فضولو كارونو كښے ضائع كول نه دي پكار، بلكه په دے ورځ ډير ښه ښه نيك اعمال او ډيرے نيكئ كول پكار دي، د عاشورے په ورځ كوم كوم نيك اعمال كول پكار دي. راځئ چه واورو: چنانچه

د يومِ عاشوراء اعمال

     حضرت سَيِّدُنا علامه عبد الرحمان اِبنِ جوزي رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه فرمائي: لسم محرم ورځ ډيره د عظمت ورځ ده، لِهٰذا مناسب دي چه څومره كيدے شي ښه كارونه كول پكار دي. دا ورځے غنيمت اوګنړئ او د غفلت نه بچ شئ.