10 Muharaam Ki Barakaat

Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

كښے روغه اوكړئ. (16) (كه كيدے شي نو) د الله پاك د ويرے اوژاړئ.

(مرقع کلیمی،ص190ملتقطا)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د عاشورے ورځ او مونږه

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږ ته پكار دي چه د عاشورے په ورځ پخپله هم نيك اعمال اوكړو او د خپل كور كسانو ته هم د الله پاك د رضا حاصلولو د پاره د نيكو اعمالو ترغيب وركړو، ياد ساتئ! څنګه چه د عاشورے په ورځ د نيكو اعمالو ثواب زيات دے دغسے د ګناه كولو عذاب هم زيات دے، خو افسوس! په دے زمانه كښے د علمِ دين نه د لرے والي او ناپوهئ په وجه دا ورځ هم مونږه د عامو ورځو په شان په غفلت او لاپرواهئ كښے تيروو، نه د نيكو اعمالو څه فِكر كوو او نه د دے ورځے د تعظيم [څه فكر كوو] بلكه هر طرف ته د بے پردګئ نظارے وي، بعضو ښارونو كښے په كوڅو او مقبرو كښے بے پرده زنانه ګرځي او د خلقو يو شمير به په بد نظرئ كښے هُم اخته كيږي ، دغسے په لسم محرم الحرام بعضے خلق قِسما قِسم فضول رَسمونو او رواجونو كښے قيمتي وخت ضائع كوي.

دولسو مدني کارونو كښے یو مدني كار ”قافِله“

     ګرانو او محترمو اسلامي ورونړو: داسے فضولو رسمونو نه ځان خلاصولو د پاره او د نيكو جذبه حاصلولو، د شريعت پيروي كولو، د دِين او دُنيا كاميابي حاصلولو، خپل او