Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat
اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! د قافلو په بركت د لكونو خلقو په ژوند كښے مدني انقلاب پيدا شوے دے ٭ قافلو كښے سفر كولو سره د نيكو خلقو صحبت نصيب كيږى ٭ د قافلے په بركت په جمات كښے د نفلي اعتكاف كولو سعادت نصيب كيږى ٭ د قافلے په بركت بيلمَانځه خلقو ته د لمُونځونو اهميت معلوميږي ٭ د قافلے په بركت د ډيرو ديني مسائلو زده كولو سعادت نصيب كيږي ٭ د قافلے په بركت په جماتونو كښے د ذِكر و اذكار، درس و بيان سلسله جاري وي ٭ د قافلے په بركت جماتونه آباديږى.
دولس مدني كارونو كښے د دے مدني كار ”مدني قافله“ تفصيلي معلومات حاصلولو د پاره د مكتبةُ المَدينه رساله ”مدني قافِله“ اولولئ، ټول اسلامي ورونړه دِ د دے رسالے لازمي مطالعه اوكړي، دا رساله د دعوتِ اسلامي ويب سائټ نه هم لوستلے شئ او ډاؤن لوډ كولے ئے هم شئ.
په دے رساله كښے تاسو لوستے شئ ٭ قافله څه ته وائي؟ ٭ په قافله كښے د تللو نيتونه ٭ د قافلے مختصر جدول ٭ د قافلے متعلق شرعي او تنظيمي احتياطونه ٭ د قافلے متعلق 22 مدني ګلونه ٭ او نور ډير اهم مدني ګلونه، حكايتونه، روايتونه په دے رساله كښے موجود دي. راځئ چه د ترغيب په طور يو مدني سپرلے واورو: چنانچه