10 Muharaam Ki Barakaat

Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

يومِ عاشوره او واقعۀ كربلا

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د مُحَرَّمُ الْحَرَام د مياشتے د فضائلو او بركاتو او خاص طور د عاشورے په ورځ كښے كولو والا اعمالو او په دے كښے د پيښو شوو واقعاتو باره كښے بيان اوريدلو. لسم مُحَرَّمُ الْحَرَام مونږ ته هر كال شهدائے كربلا او خاص طور سَيِّدُ الشُّهداء امام حسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه رايادوي، ځكه چه په لسم مُحَرَّمُ الْحَرَام 61 هجري كښے په تاريخِ اسلام كښے د حق و باطل په مينځ كښے يوه لويه معركه پيښه شوي وه، چه هغے ته واقعۀ كربلا وائي، په دے واقعه كښے د شُهدائے كربلا رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْهم استقامت او ثابت قدمـي مسلمانانو ته د باطل مخے ته د كلك اودريدلو او ضرورت پيښيدلو باندے د دينِ اسلام د پاره د خپلو ځانونو قرباني وركولو عظيمُ الشانه سبق وركوي. راځئ چه په دے مناسبَت سره د سيدنا امام حسين َرضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه يو كرامت او د هغے نه حاصل شوي مدني ګلونه واورو: چنانچه

 ګستاخ او بدزبانه په اور كښے

      اِمامِ عالي مُقام حضرتِ سَيِّدُنا اِمامِ حُسين رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ  د عاشُورے په ورځ يعني ١٠ مُحَرَّمُ الْحَرَام سن 61ھ د جُمُعـے په ورځ كله د اِتمامِ حُجَّت د پاره په ميدانِ كربَلا كښے يزيديانو ته خُطبه وئيله نو په هغه موقع د هغوئي رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ  د مظلومے قافِلے د خيمے د حفاظت د پاره په كنده كښے د بل كړي اور طرف ته يو بدزبانه يزِيدي (مالِك بِن عُروه) اِشاره اوكړه او داسے بكواس ئے اوكړو چه، ”اے حُسين! تا د هغه ځائے د اور نه