10 Muharaam Ki Barakaat

Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

مخكښے دلته اور اولګوو!“ ”حضرتِ سَيِّدُنا اِمامِ عالي مُقام رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ  اُوفرمائيل  كَـذَبْتَ يَا عَـدُوَّالـلّٰـه يعني اے د خُدائے دُښمنه! ته دروغژن ئے، آيا ته دا ګُمان لرے چه مَعَاذَ الله عَزَّوَجَلَّ زه به ګني دوزخ ته ځم!“ د اِمامِ عالي مُقام رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ  د قافِلے يو جان نثار [يعني ځان قُربانوونكي] ځلمي حضرتِ سَيِّدُنا مُسلِم بِن عوسجه رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ حضرتِ اِمامِ عالي مُقام رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ  ته عرض وكړو: اجازت راكړئ چه د دے بدكلامه كس خُله يو تِير اُووَلم. حضرتِ اِمامِ عالي مُقام رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ اُوفرمائيل چه! زمونږ له طرفه وړومبئ حمله كول نه دي پكار او اجازت ئے ورنكړو. بيا تږي اِمام، حضرتِ سَيِّدُنا اِمام حُسين رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ  د دُعا د پاره لاس پورته كړل او عرض ئے اوكړو: ”يا رَبِّ قَهَّار عَزَّوَجَلَّ! دا بے ادبه د جَهنَّم د اور نه مخكښے په دے دُنيا كښے هُم د اور په عذاب كښے اخته كړے.“ دُعا فوراً قبوله شوه او د هغه [بے ادبه كس] د اَس ښپه په زمكه كښے موجود يو سُوري كښے ورغله او د هغے په وجه اَس جټكه اُوخوړله او بے ادبه او ګُستاخه يزيدي د اَس نه راغوزار شو او ښپه ئے په رِكاب [يعني پائيدان] كښے اونښتله، اَس په منډه شو او هغه ئے په ځان پسے راښكو او په راښكلو راښكلو ئے د اور كندے ته غوزار كړو او هغه بدنصيبه په اور كښے داسے اوسوزيدو چه تور سكور ترينه جوړ شو. اِمامِ عالي مُقام رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ  سَجدۀ شُكر ادا كړه او د الله تعالٰى حَمْد ئے بيان كړو او عرض ئے اوكړو چه: ”يا الله عَزَّوَجَلَّ ستا شُكر دے چه تا د اٰلِ رسُول ګُستاخه ته سزا وركړه.“ (سَوانِحِ كربلا ص٨٨)

اَہلبیتِ پاک سے بے باکیاں گستاخیاں                               لَعنَۃُ اللہِ عَلَیکُم دُشمنَانِ  اَہلبیت

په شان د اَهلِبَيتو كښے ګستاخئ او بےباكئ