Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat
كښے وي. عرض اوكړے شو، يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هغه كوم خلق دي؟ ارشاد ئے اوفرمائيلو: (١) هغه كس څوك چه زما د اُمَّتي پريشاني لرے كړي. (٢) زما سُنَّت ژوندي كولو والا. (٣) په ما باندے كثرت سره درود شريف لوستلو والا. (البدورالسّافرۃ لِلسُّیُوطی، ص ۱۳۱حدیث: ۳۶۶ )
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښے ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
هر نيك او جائز كار كښے چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. ٭ چه څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښے ] كښينم ٭ د بل د پاره ځائے فراخه كولو د پاره به ضرورتاً د خپل ځائے نه خوزيږم ٭ كه د چا په دِيكه وغيره اولګيدم نو د بد بد كتلو، رټلو او بحث كولو په ځائے به صبر كووم. ٭ صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب، اُذْكُرُ الله، تُـوبُـو اِلَـی الله وغيره چه اورم نو د ثواب ګټلو او د آواز