Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat
نه دوه مسئلے معلومي شوے، يوه دا چه صرف ځان د پاره دِ دُعا نه كوي، بُزُرګانو د پاره دِ هُم دُعا كوي، بله دا چه د بُزُرګانِ دِين خصوصاً د صحابۀ كرامو او اهلِبَيتو عُرسونه، ختمونه، خيراتونه وغيره دا اعلٰى څيزونه دي ځكه چه دے كښے د بُزُرګانو د پاره دُعا ده.
(تفسیر نورالعرفان،۲۸/۸۷۳)
د احاديثو په رنړا كښے اِيصالِ ثواب
د حضرتِ سعد بِن عُباده رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ والده صاحبه وفات شوه نو هغوئي په دربارِ رِسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كښے حاضر شو او عرض ئے اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما والِده محترمه زما په غير موجودګئ كښے وفات شوي ده، كه زه د هغے له طرفه څه صَدَقه اوكړم نو آيا هغے ته څه فائده رسيدے شي؟ [خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] اِرشاد اُوفرمائيلو: آو، هغوئي عرض اوكړو: نو زه تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګواه جوړووم او وايم چه دا باغ د هغے له طرفه صَدَقه دے. ( بُخاری, ۲/ ۲۴۱,حدیث:۲۷۶۲)
حضرتِ سَيِّدُنا جلالُ الدِّين سُيُوطي شافِعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل كوي چه صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان به وو (7) ورځو پورے د مړو له طرفه [يعني د هغوئي د ثواب د پاره] په خلقو طعام خوړلو. (الحاوی للفتاوی، ۲/۲۲۳)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
رساله ”فاتحه او د ثواب بخښلو طريقه“ تعارُف
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! الله پاك دِ اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه سلامت لري