10 Muharaam Ki Barakaat

Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

چه هغوئي زمونږه د رهنُمائي د پاره په مختلفو موضوعاتو كتابونه او رسالے ليكلي دي، د پاره د دے چه مونږه د هغے د لوستلو په ذريعه خپل دِيني او دُنيوي معمولات په ښه طريقه باندے ادا كړے شو. د فاتِحه لوستلو او اِيصالِ ثواب [يعني د ثواب بخښلو] د ثبوت او طريقۀ كار باندے مُشتَمِله د اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه ډيره ښكلي رِساله ”فاتِحہ اور ایصالِ ثواب کا طریقہ هديَّةً حاصله كړئ او اولولئ. [دا رساله پښتو كښے هُم فاتحه او د ثواب بخښلو طريقه په نوم باندے ترجمه شوي ده] په دے كښے د نورو ډيرو معلوماتو سره سره د اِيصالِ ثواب [يعني ثواب بخښلو] طريقه هُم موجوده ده. دا رساله پخپله هُم اولوَلئ او نورو خلقو ته هُم د دے ترغيب وركړئ. بِالخصوص د ايصالِ ثواب په اِجتِماعاتو (مَثَلًا د مړي دريمه، څلويښتمه، كليزه وغيره) كښے د مرحومِينو د اِيصالِ ثواب د پاره دا رساله تقسيم كړئ، دا رساله تاسو د دعوتِ اسلامي ويب سائټ www.dawateislami.net باندے لوستلے او ډاؤن لوډ كولے او پرِنټ آؤټ كولے هم شئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د ساداتو [يعني سیِّدانو] د تعظيم نكات

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د بيان په آخره كښے د سیّدانو د تعظیم [يعني ادب] په باره كښے د يو څو نکاتو  اوريدلو سعادت حاصل كړو:

اول دوه فرامینِ مصطفے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ. (1) خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد