Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat
عظمت،ص۱۶) ٭ كه يو بدمذهبه د سیِّد كيدلو دعوٰى اوكړي او د هغه بد مذهبي د كُفر حد ته رسيدلي وي نو بالكل د هغه تعظيم [يعني ادب] كول نه دي پكار. (سادات کرام کی عظمت، ص۱۷) ٭ د سیدانو تعظیم [يعني ادب] زمونږه د شفاعت كوونكي خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعظيم دے. (فتاویٰ رضویہ ،٢٢/٤٢٣ ماخوذا) (سادات کرام کی عظمت، ص۸) ٭ استاد دِ هُم د سیِّد د وهلو نه پرهيز كوي. (کفریہ کلمات کے بارے میں سوال جواب،ص۲۸۴) ٭ساداتِ کرام [يعني سیِّدان] په داسے كار باندے ځان سره مُلازِم كيښودے شئ چه په هغے كښے ذِلَّت نه وي، البته د ذِلَّت والا كارونو كښے هغوئي مُلازِم ايښودل جائز نه دي. (سادات کرام کی عظمت، ص۱۲)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د ٣١٢ صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه ١٦ او (٢) د ١٢٠ صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ هديه کړئ او اولولئ. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښے عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.
صَــلُّـوْا عَـلَـی الْـحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع كښے
لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانے
(1) د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود