Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat
اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّیِّ الْحَبِیْبِ الْعَالِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ
بُزرګانو فرمائيلي دي چه څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعے اور زيارت مينځنئ شپه باندے) دا دُرُود شریف پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت كښے د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر كښے د داخليدو وخت كښے هُم، تر دے چه سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر كښے د خپل رَحمت نه ډكو لاسونو باندے كوزوي.[1] راځئ چه مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ
حضرتِ سیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ نه روایت دے چه تاجدارِمدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چه دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو كښيناستلو نه مخكښے او كه ناست وو نو اودريدو نه مخكښے به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي. راځئ چه مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.
صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّدٍ
څوك چه دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[2] راځئ چه دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.