Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat
لګوونكو د زړه ساتلو د پاره به په اوچت آواز باندے جواب وركووم. ٭ د اِجتِماع نه پس به پخپله ورمخكښے كيږم او سَلام و مُصافَحه او اِنفرادي كوشش به كووم.
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د اسلامي كال شروع د مُحَرَّمُ الْحرام د بابركت مياشتے نه كيږي، الله پاك مونږ ته د دے اسلامي كال په وړومبئ مياشت كښے د اجر و ثواب حاصلولو ډيرے موقعے راكړي دي، په دے مناسبَت سره به د نن په بيان كښے مونږه د مُحَرَّمُ الْحرام فضائل، په دے كښے د عبادت كولو بركتونه، په دے مياشت كښے د روژو نيولو، مسلمانانو سره د خير ښيګړے كولو او د الله په لاره كښے د خرچ كولو فضائلو سره سره په دے مياشت كښے د بُزرګانو د عباداتو واقعات هم اورو. الله پاك دِ اوكړي چه مونږه ډير په غور او ښو ښو نيتونو سره د پوره بيان اوريدلو سعادت حاصل كړو.
راځئ چه! د ټولو نه مخكښے د مُحَرَّمُ الْحرام د شان و عظمت او فضيلت په باره كښے يوه واقعه واورو، چنانچه
د عاشورے په ورځ د ”رے“ نومے مُلك قاضي صاحب له يو سوالګر راغے او عرض ئے اوكړو، زه ډير زيات بے وسه او بال بچه دار سړے يم، د عاشورے د ورځے په خاطر ما له د ډوډئ، غوښے او دوه دِرهَمو انتِظام اوكړئ. الـلّٰـه تعالٰى دِ ستاسو په عِزَّت كښے ډير بَرَكت واچوي. قاضي صاحِب ورته اووئيل چه د ماسپښين نه پس راشه. فقِير چه د