Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat
قضاء الحوائج ، ۴/۲۱۳، حدیث: ۱۱۵)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! هسے خو د محرم الحرام مياشت د رحمتونو او بركتونو نه ډكه مياشت ده خو خاص طور د دے مياشتے لسمه ورځ چه عاشوراء ورته وائي، د دے شان او عظمت به څه وائے، دا ورځ په پخوانو اُمَّتونو كښے هم ډير محترمه وه، تاريخ د دے ورځے د اهمو واقعاتو نه ډك دے. په دے ورځ كښے د عبادت كولو ډير زيات فضائل و بركات دي، په دے ورځ باندے دُعاګانے قبليږي، په دے ورځ د حاجتمندو حاجتونه پوره كيږي، په دے ورځ د تنګدستو خلقو تنګدستي لرے كيږي او هم په دے ورځ د غم زپلو او درد مندو مصيبتونه ختميږي: چنانچه
د عاشورے د شپے وسيله په كار راغله
د دعوتِ اسلامي د اشاعتي ادارے مكتبةُ المَدينه كتاب ”حكايتیں اور نصیحتیں“ صفحه 475 كښے دي چه په بصره كښے يو مالدار سړے اوسيدلو. هر كال به ئے د عاشورے په شپه په خپل كور كښے خلق راجمع كول هغوئي به د قرآن كريم تلاوت كولو او د الله پاك ذكر به ئے كولو. دغه شان ټوله شپه به د تلاوتِ قران او ذِكرُ الله سلسله جاري وه. بيا به هغه كس ټولو ته طعام پيش كولو. د مسكينانو خبر ګيري به ئے كوله. كونډو او يتيمانو سره به ئے هم ښه سلوك كولو. د هغه يو ګاونډي وو چه د هغه شله لور وه. هغه جينئ د خپل پلار نه تپوس اوكړو: اے زما پلاره محترمه! زمونږ دا ګاونډي هر كال په دے شپه خلق ولے راجمع كوي؟ او بيا ټول په شريكه تلاوتِ قرآن او ذكر