Imam Hussain Ki Ebadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat

پكار دي چه زمونږه د پينځه وخته فرض لـمونځونو څه حال دے؟ حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه به ډيرے ډيرے نفلي روژے هُم نيولے، آيا مونږه فرض روژے نيسو؟ حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه به نيك اعمال كول، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه به ډير ډير نفلي صدقات و خيرات كول، آيا مونږه فرض زكوٰة ادا كوو؟ حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه به ډير نفلي حجونه ادا كول، مونږ ته غور كول پكار دي چه آيا مونږه د حج فرض كيدو باوجود فرض حج ادا كړے كه نه؟ الغرض هغوئي رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ به خپلے ورځے او شپے د الله پاك په اطاعت او فرمانبردارئ او عبادتونو كښے تيرولے او يو ساعت به ئے فضول نه تيرولو. بلكه هر وخت به ئے زړه د الله په ياد كښے مصروف وو او په ژبه به ئے ذِكرُ الله جاري وو، يعني هغوئي به په ناسته ولاړه  هر وخت د الله ذِكر كولو او خاص طور د لمَانځه اداكولو ډير زيات خيال به ئے ساتلو او په ډير شوق او مَحبَّت به ئے لمُونځ ادا كولو، ځكه چه د لمَانځه تعليم خو ئے په ماشوم والي كښے د نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه حاصل كړے وو، دا د هم هغه مدني تربيت بركتونه وو چه هغوئي به د فرض لمُونځونو سره سره ډير ډيرنفلونه هُم ادا كول.

     سُبْـحٰـنَ الـلّٰـہ! قربان شم! د حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د عبادت و رياضت د شوق نه، چه د جَنَّتي ځوانانو سردار دے، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه اوچتے مرتبے والا صحابي دے، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د حضرت عَلِـىُّ المُرتضٰى رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه شهزاده دے، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د بي بي فاطِمه رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْها د ځيګر ټكړه ده، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نمسے دے، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ