Imam Hussain Ki Ebadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat

كولو اهتمام كوو.

      د حضرتِ سَيِّدُنا اِمام حسين رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ تربِيَّت زمونږ د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مباركه غيږه كښے شوے وو. آيا مونږه كله د خپلو بچو او كور والؤ د قرآن و سُنَّت مطابق د تربِيَّت كولو سوچ كړے دے. مونږ ته پكار دي چه د خپلو بچو او كور والؤ د تربِيَّت د پاره وخت اوباسو او د هغوئي داسے تربِيَّت كولو كوشش اوكړو چه په زړونو كښے ئے د عبادت شوق پيدا شي.

     ياد ساتئ! كه بچي مو په وړوكوالي كښے د ناجائزه او حرامو كارونو نه بچ كړل او د هغوئي مو ښه تربيت اوكړو نو په دُنيا او آخِرت كښے به كاميابي د هغوئي مقدر شي، څنګه چه سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه په ماشوم والي كښے د ښه تربيت په بركت د بيشميره صِفَتونو مالك جوړ شو، لِهٰذا په مور و پلار باندے لازم دي چه د بچو ښه تربيت اوكړي ګني د قيامت په ورځ به په دے باره كښے تپوس كيږى، چنانچه

     حضرت سيِّدُنا عبد الله بن عُمر رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْهما يو كس ته اوفرمائيل: د خپل بچي ښه تربيت اوكړه ځكه چه ستا نه به ستا د اولاد په باره كښے تپوس كيږي چه تا د هغه څنګه تربيت كړے وو او تا هغه ته څه زده كړي وو.

(شعب الایمان،باب فی حقوق الاولاد والاھلین، ۶/۴۰۰،حدیث: ۸۶۶۲)

ياد ساتئ! كه مونږه د خپلو بچو د اصلاح كوشش اونكړو او هغوئي مو د لمَانځه او روژے پابند جوړ نه كړل نو د قيامت د ورځے رُسوائے سره سره به دُنياوي نقصان هُم دا كيږي چه بيا غټ شي نو زمونږ خبره به هُم نه مني، بيا به زمونږ په ښه خبره هُم